معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان خبریالان: ژوند مو وژغورئ؛ کانډا دې پر خپله ژمنه وفا وکړي

افغان خبریالان: ژوند مو وژغورئ؛ کانډا دې پر خپله ژمنه وفا وکړي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) یو شمېر افغان خبریالان چې بهر ته د تلو په نیت په اسلام اباد کې شپې او ورځې تیروي د یو اعتراض په ترڅ کې له کاناډا څخه وغوښتل چې له پاکستان څخه د دوی په ایستلو کې اقدام وکړي.
اعتراض کوونکو «افغان ژورنالستان وساتئ» او «کانډا دې د افغان ژورنالستانو د ژوند ژغورلو ژمنه پوره کړي» شعارونه له ځان سره لېږدول.
دوی وایي، له څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې بې برخلیکه پراته دي او ټینګار کوي، هغو بنسټونو چې له پاکستانه نورو هېوادونو ته یې د افغان خبریالانو د لېږد برخه کې له دوی سره ژمنې کړې وې تر اوسه یې نه دي عملي کړې.
دوی وایي، چې په افغانستان کې یې د بیان د ازادۍ لپاره په کلونو کلونو کار کړی دی خو اوس یې ان هغه هېوادونه هم غږ نه اوري چې د بیان د ازادۍ د سرلارو دعوه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس