معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت کولی شي افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري

افغان حکومت کولی شي افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وري ۲۵مه او د اپرېل ۱۴مه نېټه ده) دا خبره نړیوال بانک په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې.
بانک په دې تړاو ویلي، چې وضعیت او امکاناتو ته په کتو که د افغانستان نوی حکومت وغواړي کولی شي د دغه هېواد اقتصادی له سقوطه وژغوري.
خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، طبیعي سرچینو ته لاسرسی اسانه شوی، سوداګرو او خیریه بنسټونو ته د کار زمینه برابره شوې، نو له همدې امله دا ټول امکانات شته چې افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري، خو یوازې د نوي حکومت اقدامات مهم دي.
د نړیوال بانک په خبره که نوی حکومت د نړیوالو غوښتنو ته درناوی ولري او اقتصادي سرچینې په رڼه او سمه توګه مدیریت کړي او په دې تړاو نړیوالو ته ډاډ ورکړي نو د اقتصادي سقوط د مخنیوي پوره امکانات په لاس لري.
دغه بانک وایي د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې بشري حقونو ته پام، د نجونو د زده کړو او کار حق درناوی او نور هغه موارد شامل دي چې د افغانانو په ګټه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس