معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت: که بایډن د افغان پانګې په اړه له خپلې پرېکړې نه اوړي دوی به به هم پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي

افغان حکومت: که بایډن د افغان پانګې په اړه له خپلې پرېکړې نه اوړي دوی به به هم پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۲۶مه) اسلامي امارت د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړې ځنډني غبرګون کې څرګند ځواب ورکړی.
افغان حکومت د امریکا له ولسمشر نه غوښتنه کړې چې له خپلې دې پرېکړې لاس په سر شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره جمعه په یوه اجرايي فرمان کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل کړې ۷ ملیارده ډالرو نیمايي به د بشري مرستو په موخه نړیوالو مرستندیه ادارو ته ورکړل شي او پاتې درې نیم ملیارده به یې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو قربانیانو ته د تاوان په توګه د ورکړې لپاره وساتل شي.
د افغانستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر بایډن دا پرېکړه د افغانستان د خلکو په پانګه کې غیر مسوولانه تصرف بللی او وايي دا د ټولو افغانانو پر حقونو تېری دی او دوی یې په کلکه ردوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه نېټه بریدونو له افغانانو سره هېڅ تړاو نه درلود، ځکه نو د دې پېښو په پلمه د افغانانو په شتمني کې هر ډول تصرف کول پر افغانانو څرګند تېری او ظلم ګنل کېږي او د ا.ا او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې سره په ټکر کې کړنه ده.
افغان چارواکو امریکا ته ویلي چې څومره ژر کېدای شي د افغانانو ۷ ملیارده ډالر پانګه ازاده کړي او له داسې پاروونکو کړنو دې ډډه وکړي، چې د لا ډېرې بې باورۍ سبب نه شي.
دوی خبرداری ورکړی که امریکا په دې اړه خپل دریځ بدل نه کړي او خپلو پاروونکو کړنو ته دوام ورکړي نو دوی به هم اړ شي چې د امریکا په هکله پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.
د افغانستان د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم د افغانستان له ملي ټلویزون سره په ځانګړې مرکه کې د ولسمشر بایډن پرېکړه ظالمانه وبلله.

نوموړي وویل: ”دا ډېره ظالمانه پرېکړه ده چې هېڅ یوه افغان ته د منلو وړ نه ده، مطبوعاتو کې وینو چې امریکایانو هم (دې پرېکړې ته) منفي عکس العمل څرګند کړی”.
پر افغانستان د ا.ا له واکمنیدو راهیسې د افغانستان شاخوا ۹ ملیارده ډالر شتمني په امریکا او نورو هېوادونو کې کنګل شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس