معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي له ایران سره د اوبو په تړاو د تېرو هوکړو پر بنسټ عمل کوي

افغان حکومت وایي له ایران سره د اوبو په تړاو د تېرو هوکړو پر بنسټ عمل کوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) ا.ا له ایران سره د اوبو پر سر د سردار محمد داوود خان په وخت کې د شوي تړون پر بنسټ عمل کوی.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي په هلمند سیند د ایران د اوبو حق د ۱۳۵۱ کال د هوکړې پر بنسټ ۲۲ متره مکعبه په ثانیه کې دی چې افغان لوري په تېرو وختونو کې هم څلور متره مکعبه اوبه د ګاونډيتوب په درناوي اضافه دغه هېواد ته ورکړې دي.
د یاد وزارت په خبره خو دا چې وچکالي ده او افغانستان په خپله د اوبو له کمښت سره مخ دی نو نه شي کولی چې د ایران حقابه پوره کړي.
ایران په وروستیو کې په ځلونو له افغان حکومت غوښتي چې د دوی د اوبو حق ورکړي خو افغان حکومت وایي چې ایران اوږده کلونه له افغان اوبو استفاده کړې ده او اوس هم هڅه کوي له وچکالۍ سره سره لا ډېرې اوبه ترلاسه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس