معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت وايي د بېرته راتلونکو سیاستوالو له تجربو به ګټه واخلي

افغان حکومت وايي د بېرته راتلونکو سیاستوالو له تجربو به ګټه واخلي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۸مه او د جون میاشتې ۸مه نېټه ده) له افغان شخصیتونو سره د اړیکو لپاره د حکومت د کمېسیون چارواکي وایي، د هغو افغانانو له تجربو به چې د دې کمېسیون د هڅو په ترڅ کې بېرته هېواد ته ستنېږي، ګټه واخیستل شي.
دا خبره د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق رسنیو ته کړې او ویلي یې دي: “هغه کسان چې اوس راځي، د دوی لیاقت او اهلیت او ژمنتیا ته په کتو، د هغوی له استعدادونو به هم استفاده کېږي.”
ښاغلي وثیق دا خبره وروسته له هغې کوي چې دې کمېسیون پرون د دغې لړۍ په ترڅ کې بېرته هېواد ته د افغانستان د برېښنا شرکت د پخواني ریس امان الله غالب د ستنېدو خبر ورکړ او وايي، چې نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۸مه) به د پوهنې پخوانی وزیر او پارلماني چارو کې د جمهوریت وزیر ډاکټر فاروق وردګ هم هېواد ته راستون شي.
د کمېسیون په وینا د ښه راغلاست لپاره یې د کمېسیون غړي د کابل هوايي ډګر ته ورغلي دي.
د دې کمېسیون په خبره هر هغه افغانان چې له دې لارې بېرته افغانستان ته را ستنیږي، ورته د خوندیتوب کارت ورکول کېږي.
کمېسیون زیاتوي، چې له جوړېدو وروسته یې تر دا مهاله د وزیرانو په کچه له ۵۰ ډېر پخواني چارواکي بېرته هې،اد ته را ستانه کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس