معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان حکومت له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو ته لېوالتیا او چمتوالی ښودلی

افغان حکومت له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو ته لېوالتیا او چمتوالی ښودلی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، دوی له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله دي.
هغه دا خبره تېره شنبه (د چنګاښ ۲۵مه) د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال کړې.
د کورنیو چارو وزارت د سراج‌الدین حقاني له قوله لیکلي، دوی د نړۍ د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه ‌دی او د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو د پاللو وړتیا لري.
هغه دا هم ویلي، چې نړۍ دې افغانستان سره خپلې مرستې او تر خوا یې پروژې بېرته پیل کړي.
هغه وویل:”دنیاوال دې دا غږ واوري، کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي، پروژې دې بېرته فعالې کړي، زلزله ځپلو سره چې کومو بنسټونو کُمکونه کړي و، کومو دولتونو کُمکونه کړي وو، یا چې په دې سېلابونو کې کمک کړی، موږ ډېر ورځنې ممنون یوو، د مرستو او کُمکونو توجه دې، دې لوري ته راوګرځوي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا مشرتابه هبت‌الله اخندزاده هم د اختریز پیغام په تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې له نړۍ سره د ښو اړیکو او چلن غوښتنه کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس