معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له ترکیې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې

افغان حکومت له ترکیې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: (د چنګاښ یا سرطان ۲۵مه او د جولای میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د کانونو او پټرولیم وزارت له ترکي سوداګرو غواړي څو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونه وکړي.
دا خبره یاد وزارت پر خپل تویټر کړې، وزارت ویلي چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره لیدلي.
د وزارت په وینا ، دواړو لورو د ښو اړیکو ترڅنګ په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پر پانګونې ټینګار کړی.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له سفیر څخه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښته کړې.
ترکي سفیر که څه هم د کانونو په برخه کې د پانګونې په تړاو څه نه دي ویلي، خو له افغانستان سره یې د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړی.
دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې یو شمېر بهرنیو او افغان پانګه والو په افغانستان کې د ناامنۍ او د پانګونې لپاره د لازمونو فرصتونو په برخه کې د ستونزو یادونه کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس