معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له ایران سره د نفتي موادو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړ

افغان حکومت له ایران سره د نفتي موادو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړ

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنه نفتي توکو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د زرونو ټنو پېرلو هوکړه یې د هېواد په بازرونو کې د نفتي توکو د بیو د را ټیټولو په موخه کړې.
د مالیې وزارت په ګدون د بهرنیو چارو، سوداګرۍ وزارت او نورم سټنډرډ ادارې ګډ پلاوي په همدې موخه ګاونډي هېواد ایران ته سفر کړی.
پلاوي هلته د مېشت افغان سفارت په مرسته د نفتي موادو د نرخونو، ټرانزیټ او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرو په پار د ایران له ځینې استازو او چارواکو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هوکړه شوې چې په ایران کې د نفتي توکو معامله ګر به د افغان حکومت له لوري په رسمي بڼه ور معرفي کېږي.
وزارت وايي، چې د ۳۵۰ زره ټنه نفتي توکو واردول به په لنډو ورځو کې پیل شي او ور سره به په بازارونو کې د نفتي توکو بیې را ټیټې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس