معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت؛ د عوایدو په اړه د سیګار راپور ناسم دی

افغان حکومت؛ د عوایدو په اړه د سیګار راپور ناسم دی

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۳مه نېټه) د افغانستان اسلامي امارت د سیګار هغه راپور ناسم بللی، چې ویلي وو افغان حکومت هره ورځ ۳ میلیونه ډالر عواید راټولوي.
مالیې وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د سیګار دا راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی او هغه څرګندونې هیڅ حقیقت نه لري چې ګوندې اسلامي امارت د ورځې ۳ میلیون ډالر عواید راټولوي.
یاد وزارت څرګنده کړې ده چې دوی تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ راز رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.
دغه وزارت له سیګار څخه غوښتنه کړې ده چې د تېر ایستونکو پر خبرو دې نه غولېږي او د هغوی پوچو څرګندونو ته دې هوا نه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس