معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او چینايي لوري د بانکي معاملاتو پر آسانتیاوو خبرې کړي

افغان او چینايي لوري د بانکي معاملاتو پر آسانتیاوو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک او د مس عېنک پروژې د استخراج او پروسېس شرکت د مسوولینو ترمنځ ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو په برخه کې د آسانتیاوو په ډېرېدو خبرې شوي.

د افغانستان بانک سرپرست دغه ناسته کې ویلي، د افغانستان بانک د هېواد مرکزي بانک په توګه ژمن دی، چې د خپلو عمده موخو او دندو په رڼا کې د ملي پروژو په پلي کولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د بانکي خدمتونو او بانکي معاملاتو په تړاو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې، چې مس عېنک پروژه د هېواد له لویو پروژو څخه ده او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې به هر ډول بانکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

همدا رنګه، د مسِ عینک پروژې د استخراج او پروسېس شرکت مسوول “لین بین تو” ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د مس عېنک پروژې عملي چارې پیل شي.

د ده په خبره شرکت يې ژمن دی، چې د دې پروژې چارې له ځنډ او خنډه پرته په پوره ژمنتیا سره پرمخ یوسي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس