معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانۍ په نړیوال بازار کې؛ افغان کابینه یې د ارزښت ساتلو لپاره هڅه کوي

افغانۍ په نړیوال بازار کې؛ افغان کابینه یې د ارزښت ساتلو لپاره هڅه کوي

ګهیځ: نن سې شنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) حکومت د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده.
د راپورونو له مخې تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه وکړي او ټول هغه لاملونه پیدا کړي چې د روان اقتصادي وضعیت او افغانۍ د بې ثباتۍ سبب ګرځېدلې.
کابینې همدا راز د ډالرو پر قاچاق بندیز لګولی دی او یادې کمېټې ته یې ویلې چې په دې اړه شته مافیايي کړۍ مشخصې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
کابینه داسې مهال د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه ګام پورته کوي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې مخینې توګه راټيټ شوی دی او خلکو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس