معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې څه باندې یو میلیون کسان له لمریزې برېښنا برخمن شوي

افغانستان کې څه باندې یو میلیون کسان له لمریزې برېښنا برخمن شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام UNDP په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې یو میلیون ۱۳۳ زره ۴۰۰ کسان له لمریزې برېښنا برخمن شوي دي

یاد بنسټ زیاته کړې چې د دغو کسانو له ډلې ۴۴ سلنه یې ښځې دي

د خبرپاڼې په له مخې، په دغه پروګرام کې د روغتیايي، ښوونیزو او ټولنیزو مرکزونو او بېوزلو کورنیو ته د لمریزې برېښنا د توکو برابرول شامل دي.

د یادونې ود ده، چې تېر کال هم د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي و، چې وارداتي برېښنا یوازې د ۴۰ سلنه افغانانو اړتیا پوره کوي او په ژمي کې یې اړتیا بیخي ډېره ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس