معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان له روسي سوداګرو د نفتي او خوارکي توکو د واردولو غوښتنه کړې

افغانستان له روسي سوداګرو د نفتي او خوارکي توکو د واردولو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له روسي سوداګرو غوښتي چې هېواد ته یې خوراکي او نفتي توکي را وارد کړي.
د خونې چارواکو دا غوښتنه په روسیه کې د دغه هېواد له سوداګرو سره په لیدنه کې کړې.
د سوداګرۍ خونې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې اړوندو چارواکو دغه شان د کریمیا په چارو کې د روسیي ولسشمر له ځانګړي استازي سره هم په ورته مسایلو خبرې کړي دي.
د خونې په خبره، افغان پلاوي د اوړو، غنمو، غوړیو، او نفتي موادو د وارداتو او صادراتو په برخه کې له مقابل لوري د همکارۍ غوښتنه کړې.
افغان پلاوي ته روسي سوداګرو او چارواکو د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو اسانتیاو د رامنځته کېدو ژمنه ورکړې او په راتلونکې کې د ورته لیدنو پر کېدو هم ټینګار کړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس