معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان روان شل اوریز نړیوال جام کې په لومړي ځل نیوزلینډ مات کړ

افغانستان روان شل اوریز نړیوال جام کې په لومړي ځل نیوزلینډ مات کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې خپله دوهمه لوبه له نیوزلېنډ څخه په لوی توپیر وګټله.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار څلور بجې پیل شوې وه، نیوزیلینډ په کې د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه. افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې مقابل لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.

د نیوزلېنډ ټول لوبغاړي په ۱۵.۲ اورونو کې د ۷۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۸۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

په افغان توپ اچونکو کې بیا لوبډلمشر راشدخان ۴ لوبغاړي وسوځول، هغه چې د یوګانډا پر وړاندې هم په وروستیو دوه توپونو دوه لوبغاړي سوځولي وو. او په دې لوبه کې یې په لومړي توپ لوبغاړی وسوځاوه، په شل اوریز کرکټ کې یې بل هېټریک هم په خپل نوم ثبت کړ.

دغه راز فضل حق فاروقي هم ۴ لوبغاړي وسوځول او په دوه سیالیو کې د ۹ وېکټو په ترلاسه کولو سره په روان ټورنمنټ کې تر ټولو مخکې دی.

افغانستان به خپله درېیمه سیالي د پي‌این‌جي د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس