معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان د سږ شل اوریز کرکټ نړیوال جام لومړۍ لوبه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله

افغانستان د سږ شل اوریز کرکټ نړیوال جام لومړۍ لوبه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملي لوبډلې د سږ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې د خپلې لومړۍ لوبې بریا له یوګاندا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر په خپل نوم کړه.

دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې مقابلې لوبډلې ته یې د شل اورونو په ترڅ کې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د یوګاندا لوبډلې بیا د خپلې توپوهنې پاڼۍ کې یوازې ۵۸ منډې ترسره کړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۷۶، ابراهیم ځدراڼ ۷۰ او محمدنبي ۱۴ منډې وکړې.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان پیلیزو توپوهونکو د ۱۵۴ منډو منډو ملګرتیا کړې وه.

توپ اچونه کې بیا فضل الحق فاروقي د یوګاندا هېواد ۵ لوبغاړي وسوځول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس