معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان تېر کال شاوخوا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انجه صادر کړې

افغانستان تېر کال شاوخوا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انجه صادر کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۲۲مه او د اپرېل ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال یې د څه باندې سل میلیونه ډالرو په ارزښت انجه صادر کړې ده.
د وزارت په خبره، شمالي ولایتونه د دغه بوټي تر ټولو لوی تولیدونکي او هند د انجې لوی پیرودونکی دی.
روان کال هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د انجې نوې کروندې جوړې شوې دي چې ښایي افغان کروندګرو ته له دې درکه میلیونونه ډالر عاید په لاس ورشي.
انجه یو درملي بوټي دي چی په ايران، اوزبکستان، افغانستان او هندوستان کې شنه کېږي. دغه بوټي د مسالې په توگه هم کارېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس