معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ته د هندي غنمو لېږد پيل شو

افغانستان ته د هندي غنمو لېږد پيل شو

ګهیځ: نن سې شبنه (د کب ۳مه نېټه) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هند او پاکستان هوکړه وکړه چې افغانستان ته د مرسته شوو غنمو لېږد پيل شي.
ټاکل شوې چې نن د دې غنمو لومړنۍ جوپه له واګې بندر افغانستان پر لور را واوړي.
هند شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان کړه خو له هغه مهاله تر دې دمه دغه غنم په واګه بندر کې د پاکستاني حکومت له لوري درول شوي وو او افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکول کېده.
دمګړی پاکستان ددغه غنمو د لېږد اجازه ورکړې ده او ټاکل شوې چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په افغانستان کې پر اړمنو ووېشل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس