معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان بانک د نړیوال بانک لخوا د دغه هېواد لپاره د نوې تصویب شوې مرستې هرکلی وکړ

افغانستان بانک د نړیوال بانک لخوا د دغه هېواد لپاره د نوې تصویب شوې مرستې هرکلی وکړ

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان مرکزي بانک د نړیوال بانک وروستۍ مرسته چې د درې لویو پروژو د پلي کېدو لپاره یې تصویب کړه هرکلی کړی.
تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره وجهي صندوق او نړیوال بانک د درې لویو پروژو لپاره د ۹۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بودیجه تصویب کړه.
د افغانستان بانک په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې او له نړیوال بانک او نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
نړيوال بانک ویلي، دا پېسې به په درېیو برخو کرنه، روغتیا او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې ولګول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس