معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان بانک د فوریکس له لارې د پیسو په راکړه ورکړه بندیز اعلان کړ

افغانستان بانک د فوریکس له لارې د پیسو په راکړه ورکړه بندیز اعلان کړ

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۶مه او د جون میاشتې ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټولو هغه کسانو ته چې د (فوریکس اپلکیشن) له لارې د پېسو انلاین راکړې ورکړې کوي خبر ورکړی، چې له دې وروسته په انلاین بڼه دغه معاملې ترسره نه ‌کړي.
بانک ویلي، چې لا هم په مرکز او ځیني ولایتونو کې له دغې لارې پولي راکړې ورکړې کیږي او دا غیر قانوني چاره ده.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، دوي هڅه کوي چې دغه کسان وپېژني او ژر تر ژره یې د قانون منګلو ته وسپاري.
فوریکس د پېسو هغه انلاین بازار دی چې کارونکي کولای شي په دې بازار کې په انلاین بڼه پيسې سپما او یا هم له یو ځایه بل ځای ته ولېږي.

د راپورونو له مخې، په فوریکس انلاین بازار کې په ورځيني ډول په میلیونو ډالره د نړۍ په کچه نغدي راکړه ورکړه کېږي.
له هغې وروسته چې په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او په دغه هېواد کې پولي خدمتونه له خنډ سره مخ شوه د فوریکس او دې ته ورته نورو انلاین پرګرامونو بازار ګرم شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس