معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اعظم: له فشارونو سربېره مو ایران ته اوبه خوشې نه کړې

اعظم: له فشارونو سربېره مو ایران ته اوبه خوشې نه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ ۶مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار او ایران ته د تللي پلاوي غړي ډاکټر فاروق اعظم، افغانستان ته له ستنېدو وروسته پر ټویټر لیکلي وو چې سفر یې ډير بریالی او خپلې غوښتنې یې په فني او مسلکي استدلال ترلاسه کړې.
نوموړي په یوه مرکه کې وویل: “موږ د ايران له سفره چي هلته د هلمند د رود د اوبو په باره کې نوبتي غونډه وه، بېرته وطن ته په خير راغلو. سفر ډېر کامياب و او څه چې مو غوښته هغه مو الحمدلله په فني او مسلکي استلال ترلاسه کړل. زه د سفر ملګري په مذاکراتو کې د دوی د ښه کردار په سبب ستايم او مبارکباد ورته وايم. دوی اوبه غوښتې، پر موږ د ټولو فشارونو … سره ور نه کړې”.
تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې لوړ پوړو چارواکو یې د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې په کلکه غوښتي، چې د هلمند اوبو په اړه د شوې هوکړې له مخې اړینه او عملي همکاري وکړي.
د خبرپاڼې په خبره دا غوښتنه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبد اللهیان کړې ده.
د بیان له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار کړی چې د دې مسلې د هواري له لارې دې د واړو هېوادونو ترمنځ ملګرتیا او همکاري لا پياوړې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس