معماری
خانه / ژورنالیزم / اطلاعاتو ته د لاس رسي حق
عبدالصبور مبارز

اطلاعاتو ته د لاس رسي حق

اطلاعاتو ته د لاس رسي حق

 څېړندوی عبدالصبور مبارز، د علومو اکاډمۍ علمي غړی

د فرانسې د ۱۷۸۹میلادي کال د بشـر حقونو او ښاريانو د اعلاميې ۱۶مه ماده وايي: “په هره هغه ټولنه کې چې د افرادو حقونه نه وي تضمين شوي، هغه ټولنه هېڅ اساسي قانون نه لري.” (۱)

د اسلام تر مبارک دين را وروسته د لومړي ځل لپاره د افرادو اساسي حقونه د اروپا د تيارې دورې (Dark ages) څخه وروسته مطرح شول. کله چې په اروپا کې د فيوډاليزم او مسيحي کليسا واکمني وه، نو د هغوی د ظلمونو څخه خلک په تنګ شول او د دغه دوه نظامونو په مقابل کې يې پاڅون وکړ، پاڅون بريالی شو او دغه دوه نظامونه له منځه لاړل. له خلکو سره دا فکر پيدا شو چې بايد موږ اوس داسې يو نظام رامنځته کړو چې زموږ په لاس او زموږ په خوښه وي او بيا د واکمن لپاره يو داسې قانون رامنځته کړو چې له يوې خوا د هغه واکونه پکې محدود شوي وي او له بلې خوا زموږ حقونه پکې تضمين شوي وي او هماغه وو چې دوی د لومړي ځل لپاره اساسي قانون رامنځته کړ.

حقوق پوهانو د افرادو د اساسي حقونو د لاسته راوړلو او رامنځته کېدلو درې نسلونه ياد کړي دي:

  • د حقونو د لاسته راوړلو لومړنی نسل د فرانسې د انقلاب (۱۷۸۹م) څخه پيليږي، د فرانسې د انقلاب پرمهال د لومړي ځل لپاره د فرانسې د بشـري حقونو او ښاريانو اعلاميه رامنځته شوه چې په دې اعلاميه کې د لومړي ځل لپاره د افرادو اساسي حقونه ومنل شول. دا حقونه اکثره فردي حقونه وو چې په مدني او سياسي حقونو راڅرخېدل.
  • دویم نسل تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ځينې حقونو لاسته راوړنکي شول. په دې دوره کې پر فردي حقونو سربيره د ځينو ټولنيزو حقونو او د دولت څخه د غوښتنې حقونه (Les Droits creances sur I Etat) هم رامنځته شول.
  • درېيم نسل د ۱۹۷۰میلادي کال څخه وروسته د ځينو حقونو لاسته راوړنکي شول. په دې دوره کې ځينې مهم حقونه چې نوي لاسته راغلل په دې ډول وو: د سولې حق، د پراختيا حق، د چاپېريال ساتنې حق، د بشـردوستانه مرستو د لاسته راوړلو حق، د اړيکو حق، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق او داسې نور…. چې تر ډېره په عمومي بين المللي حقونو پورې اړه لري. (۲)

د پورتني بحث څخه وروسته دې پايلې ته رسېږو چې اطلاعاتو ته د لاس رسي حق يو له هغو حقونو څخه دی چې درېيم نسل ترلاسه کړی دی او يا دا چې هغه حق دی چې د ۱۹۷۰میلادي لسیزې څخه وروسته د هېوادونو په اساسي قوانينو کې ځای پر ځای شوی دی.

د اطلاعاتو د آزادۍ اصطلاح د لومړي ځل لپاره د امريکا په متحده ايالاتو کې منځته راغلې ده. (۳) اطلاعاتو ته د لاس رسي حق معنی دا ده چې د يوه هېواد وګړي کولای شي چې ټولو هغو اطلاعاتو ته لاس رسی پيداکړي چې د دولت په عمومي ارګانونو پورې اړه ولري. (۴)

اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق د اتباعو د اساسي حقونو له جملې څخه ګڼل کېږي، په دې معنی چې اتباع کولای شي له دولت سره د شته معلوماتو څخه اطلاع ترلاسه کړي، د دولتي ادارو د کارونو، مصارفو، راپورونو او فعاليتونو څخه خبر شي، دا حق له دې امله اهميت لري چې له يوې خوا اتباع کولای شي د دولت په کړنو نظارت وکړي او يا هم ځیني هغه مهم معلومات چې دوی ورته اړتیا لري ترلاسه کړي، او له بلې خوا دولت دې ته اړ کوي تر څو کار وکړي، ځکه له هغوی سره به همېشه دا وېره وي چې هسې نه څوک ترې اطلاعات په دې برخه کې وغواړي، نو دا حق ولس ته فرصت ورکوي تر څو د دولت کړنې تر څارنې لاندې ونيسي.

دولت د اطلاعاتو او معلوماتو مالک نه، بلکې امانت دار دی. په دې معنی چې معلومات د ولس حق او د يو امانت په ډول له حکومت سره پراته دي، هر وخت چې ولس وغواړي بايد دغه امانت ته لاس رسی پېدا کړي. (۵)

د فرانسې په اساسي قانون کې دې حق ته (اداري اسنادو ته د لاس رسۍ آزادي) ويل کېږي. د کاناډا په اساسي قانون کې ورته (اطلاعاتو ته لاس رسی) اصطلاح استعمالېږي. (۶) او زموږ د هېواد د اساسي قانون د پنځوسمې مادې په درېيمه فقره کې ورته (اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق) اصطلاح استعمال شوې ده. (۷)

 په ديموکراتيکو ټولنو کې وګړي په حکومت باور کوي تر څو اطلاعات د هغوی په ګټه برابر او راټول کړي. معلوماتو ته د لاس رسۍ حق د بيان د آزادۍ له حق سره هم تړاو لري.

د ټوليزو رسنيو قانون په پنځمه ماده کې هم دغه حق منل شوی دی، دا ماده وايي: (هر شخص حق لري، معلومات وغواړي او ترلاسه يې کړي. دولت د هېواد د اتباعو له غوښتنې سره سم، هغه معلومات چې غوښتل کېږي، برابروي، خو که چېرې غوښتل شوي معلومات محرم راز وي، افشاء کول يې د هېواد امنيت، ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتيا په خطر کې واچوي او يا د نورو حقونو ته زيان ورسوي) (۸)

اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د حق محدوديتونه:

د اساسي قانون د پنځوسمې مادې په درېيمه فقره کې، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د حق په اړه يواځې دوه قيدونه ذکر شوي دي، يو دا چې د نورو حقونو ته پکې زيان ونه رسېږي او دوهم دا چې عامه امنيت ترې متضـرر نشـي، دلته ځينې موارد يادوو، چې په دې مواردو کې يو چا ته اطلاعات نشـي ورکول کېدای او لامل يې هم دادی چې يا ترې د خلکو حقونه متضرر کېږي او يا هم ترې امنيت ته زيان رسېږي:

۱ـ حساس او مهم مسايل:

په دولتي سطحه ځينې داسې حساس او مهم مسايل شته چې که چېرې هغې ته عام خلک لاس رسی پيداکړي، نو کېدای شي امنيت ته ترې زيان ورسېږي، لکه: د ملي امنيت پورې مربوط ستراتيژيک پلان او ځينې معلومات، نظامي ستراتيژيک پلان او ورپورې تړلي ځينې معلومات، ځينې وخت دولت نه غواړي چې ځينې سياسي او اقتصادي برنامې هم له خلکو سره شريکې کړي او علت يې هم همدا وي چې هسې نه د يادو برنامو د له منځه وړلو لپاره څوک اقدام وکړي او امنيت ترې زيانمن شي.

۲ـ سري او پټې محاکمې:

رسنۍ او ژورناليستان د هغو محاکمو او يا محاکماتي جلسو په اړه چې سري اعلان شوي دي، نشـي کولی چې معلومات او اطلاعات ترلاسه کړي، او که احياناً ترلاسه يې هم کړي د خپرولو اجازه يې نه لري.

لکه: د اطفالو او کوچنيانو د محاکمې پرېکړې چې قانوناً د هغې خپرول په ځينو دلايلو منعه دي. چې په اړه يې د کوچنيانو او اطفالو د تخلفاتو د قانون ۳۲مه ماده ۲ فقره داسې صراحت لري: (د اطفالو او کوچنيانو د محاکماتي جلسو جريان، د شاهدانو د شهادت او د اهل خبره د نظر خپرول او نشـرول په ټولنيزو رسنيو کی قانوناً جواز نه لري).(۹)

په همدې ډول د اخلاقي جرايمو د محاکماتي جلسو د جريان نشـرول هم جواز نه لري، د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي د مخنیوي قانون ۱۹مه ماده د جنسـي تېري د مجني عليه د هويت د ثبت او نشـر په اړه دا ډول صراحت لري: (هغه شخص چې د جنسـي تېري او فحشا ته د مجبورې شوې مجنې عليه هويت ثبت کړي يا يې له قانوني دليل پرته افشاه او يايې تصویر خپور کړي، داسې چې د هغې ښځې شخصيت ته صدمه ورسوي، مرتکب په متوسط حبس چې د درې کالو څخه کم نه وي محکوميږي).(۱۰)

۳- د ځينو عادي محا کمو جريان:

سره له دې چې د محاکماتي جلسو جريان د قانون پر بنسټ علني او ښکاره ښودل شوی دی، اما په ځينو ځانګړو حالاتو کې ممکن په ځينو ملحوظاتو، محاکم خپلې جلسې سري او پټې اعلان کړي، لکه: عامه نظم ته د زيان په صورت کې او يا هم په کورنۍ پورې اړونده موضوعاتو کې، نو په دې صورت کې هم رسنۍ او ژورناليستان نشي کولی چې په دې اړه معلومات او اطلاعات راټول او بيا يې نشر ته وسپاري.

۴ـ پارلماني جلسې:

د پارلماني جلسو د جريان د نشـرولو په اړه د معلوماتو او اطلاعاتو په راټولولو کې هم ځينې وختونه محدوديتونه رامنځته کېږي، خصوصاً په هغو مواردو کې چې پارلمان ځينې جلسې په ځينو دلايلو سري اعلان کړي، نو په اړه يې معلومات او اطلاعات راټولول او يايې د جريان نشرول او خپرول جواز نلري.

۵ـ ديپلوماتيکي موضوعات:

د ديپلوماتيکي معلوماتو او اطلاعاتو د خپرولو په اړه هم ځينې وخت ستونزې رامنځ ته کېږي، چې معمولاً دا ډول موضوعاتو ته د لاس رسۍ په اړه معيار او وخت ټاکل کېږي، لکه: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه ميعاد ۳۰ کاله ټاکلی دی، يعنې رسنۍ او ژورنالیستان تر ۳۰ کالو پورې نشـي کولی چې ديپلوماتيکي معلومات تر لاسه او خپاره يې کړي.

مأخذونه

۱- لاهيجی، بيژن عباسی. مبانی حقوق اساسی، انتشارات جنګل: تهران، ۱۳۹۳ هـ.ش، مخ. ۳۰۳.

۲- مخکينی مأخذ، مخ. ۳۰۴.

۳ـ نياز، عبدالوحيد. مقدمه يی بر حقوق اساسی جمهوری اسلامی افغانستان، انتشارات سعيد: کابل، ۱۳۹۳ هـ.ش، مخ. ۱۶۸.

۴ـ  مخکينی مأخذ، مخ. ۱۶۸.

۵ ـ مبارز، عبدالصبور. د اساسي قانون تحليل او شننه، سلام خپرندويه ټولنه: جلال آباد، ۱۳۹۶ هـ.ش، مخ. ۵۵۴.

۶ـ مقدمه يی بر حقوق اساسی جمهوری اسلامی افغانستان، مخکينی مأخذ، مخ. ۱۶۸.

۷ـ د افغانستان اسلامي جمهوريت، مجموعه قوانين اساسی افغانستان، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون (۱۳۸۲ هـ.ش)، عدليې وزارت: کابل، ۱۳۹۲ هـ.ش، ۵۰ ماده، درېيمه فقره.

۸ـ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د ټوليزو رسنيو قانون، عدليې وزارت: کابل، ۱۳۸۴ هـ.ش، ۵ ماده.

۹ـ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د کوچنيانو تخلفاتو ته د رسيدګۍ قانون، عدليې وزارت: کابل، ۳۲ مه ماده، دوهمه فقره.

۱۰- د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون، عدليې وزارت: کابل، ۱۹مه ماده.

۱۱- شمس، شمس الهدی، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق او محدوديتونه يې، ناچاپ علمي مقاله.

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس