معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسیایي هېوادونه: له افغانستان سره دې بشري مرستې دوام ومومي

اسیایي هېوادونه: له افغانستان سره دې بشري مرستې دوام ومومي

ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی.

ګهیځ: د خپرو شوو راپورونو له مخې د اسیايي هېوادونو ولسمشرانو په ترکمنستان کې په یوه ګډه ناسته کې پر دې ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.

یادو هېوادونو پر نړیوالو غږ کړی چې، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و. د ایران ولسمشر ویلي چې  افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او دوی تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.

ترکیه بیا وایي چې له افغانستان څخه د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړي دي او تمه لري چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړي، څو وکولی شي د کډوالۍ روانه څپه ودروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس