معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / اسلام آباد ؛ د نفاق او شرارت نوې لوبه!

اسلام آباد ؛ د نفاق او شرارت نوې لوبه!

له هغه وخته چې په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د هغه وخت د انګریزي تور استعمار په په لمسونه او د دوی د استعماري هڅو پر اساس، د هغه وخت له متحده هندوستان څخه د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان په نامه یو جلا هېواد جوړ شوی ډېره کمه موده به داسې راغلې وي چې له افغانستان سره یې ښې او پر دوه اړخیز توب ولاړې اړیکې پاللې وي.

د تاریخ پاڼې دا ګواهي ورکوي چې د پاکستان په نامه په ظاهره د یوه خپلواک هېواد له جوړښت سره سم دغه نوي جوړ شوي هېواد پر افغانستان سربېره له خپلو ټولو ګاونډیانو سره شخړې پاللې او آن خونړۍ جګړې یې تر مینځ تېرې شوې چې تر نن پورې یې ځینې لانجې او شخړې پالي.

د تاریخ پاڼې دا ګواهي هم ورکوي چې څه پرون او څه نن د وخت له متحده هندوستان څخه د پاکستان په نامه دغه جلا شوې واکمنۍ نه یوازې له خپلو ګاونډیانو سره شخړو او ناندریو ته لمن وهلې چې په خپل منځ کې هم هېڅ کله ندي سره جوړ شوي او یوې ډلې یا یوه ګوند د بل خلاف سر راپورته کړی او کله بیا د دې هېواد پوځ چې تر ډېره بریده د پردې شاه ته د دې هېواد په ټولو سپینو او تورو راج چلوي، را پاڅېدلی، ملکي حکومت یې را پرځولی او وروسته یې، نیغ په نیغه د چارو واګې په لاس کې نیولې دي.

په افغانستان کې درې کاله وړاندې د جمهوریت تر سقوط وروسته او له ملک نه د یرغلګرو امریکایانو او لویدیځوالو پوځونو تر وتلو وروسته تر ډېره بریده دا اټکل کېده چې یوې خواته په کابل کې د پاکستان په دوستۍ تورن یو حکومت رامنځ ته شوی او بل اړخ ته له افغانستان څخه هغه بهرني پوځیان ووتل چې اسلام آباد د هغوی پر مټ دلته دوه ګونې او دوه مخې لوبه ګرمه کړې وه او له همدې ځایه اټکل کېده چې نور به د کابل-اسلام آباد تر منځ ناندرۍ او د اړیکو ترینګلتیا ختمه شي او په سیاسي فضا کې به یو څه آرامي او سکون رامینځ ته شي چې متأسفانه داسې ونشول.

اوس ددې ټولو ابعادو او اړخونو څېړل چې ولې داسې ونشول او له افغانستان څخه د امریکایي او اروپایي یرغلګرو تر وتلو وروسته ولې د کابل- اسلام آباد دوه اړخېزې اړیکې د ښه توب پر ځای لا نورې خرابې شوې، اوږد بحث غواړي او تر څنګ یې ډېر وخت، خو هغه څه چې نن څرګند دي دا دي چې که پرون په کابل کې د امریکا تر لاس لاندې واکمنو د اسلام آباد په ګدۍ ناست، د دوی د مخالفینو په روزنه او پالنه تورنول نو نن بیا قضیه د هغې پر عکس ده او د اسلام آباد نارې سورې پورته دي چې ګواکې د افغانستان اوسني حکومت د دوی مخالفینو ته پناه ځای ورکړی او هغوی د دغه هېواد د ګټو خلاف اقداماتو او بریدونو ته هڅوي.

په یو لړ تازه څرګندونو کې چې د روانې اونۍ په سر کې رابرسېره شوي د اسلام آباد واکمنو بیا تور پورې کړ چې ګواکې د روان زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې د خیبر پښتونخوا د “بشام” په سیمه کې پر چینايي انجنیرانو وسله وال برید افغانستان کې پلان شوی ؤ او دا چې دغه برید د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د مشرتابه په امر ترسره شوی دی.

د اسلام آباد په ادعا پر چینایي انجنیرانو په برید کې موټر په افغانستان کې چمتو شوى ؤ، لېږدول شوی هم له افغانستانه ؤ او ځانمرګی بريدګر هم په افغانستان کې روزل شوى ؤ.

که څه هم د اسلام آباد د واکمنو دا ادعا نوې نده خو دا ځل پکې یو نوی څرک دا ښکاري چې دوی په خپل طبیعي شیطنت او منافقت سره غواړي د کابل او بیجنګ تودې او مخ په پراخېدو اړیکې خرابې کړي او یوځل بیا د تل په څېر په سیمه کې خپل منافقانه رول ولوبوي.

پدې تړاو د اسلام آباد تر تورونو وروسته د افغانستان د حکومت د ویاند دغه خبره سل په سلو کې صدق کوي چې د اسلام آباد د چارواکو د تورونو په ځواب کې یې کړې ده چې د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعا د دې لپاره ده چې غواړي له خپل مسؤولیت نه اوږه سپکه کړي ځکه دا پېښه د دوی تر کنټرول لاندې سیمه کې پې‍ښه شوې او دا د دوی د امنیتي ځواکونو ضعف او نیمګړتیا ده نه د بل چا.

د افغانستان د حکومت ویاند وایي چې دوی دا موضوع له چینایي چارواکو سره شریکه کړې او په خبره یې هغوی ته یې پدې تړاو قناعت ورکړی خو دا چې اسلام آباد به تر کله دې ډول منافقانه لوبو ته دوام ورکوي او په سیمه کې به د نفاق او تفرقې کښت کري، دا لا جوته نده.

زمونږ د دري ژبو هېواد والو مشهور متل دی چې وایي: ” چاه کن در چاه است”، اسلام آباد به د خپلو دغه منافقانه سیاستونو له امله اخر د تباهۍ کندې ته غورځېږي اما دا څرګنده نده چې کله او په څه ډول؟ خو پېښو او حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې دا ورځ لیرې نده.”پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس