معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسلامي امارت وايي مخدوم عالم یې د انسان تښتونې په تور نیولی

اسلامي امارت وايي مخدوم عالم یې د انسان تښتونې په تور نیولی

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د اسلامي امارت مرستیال وياند انعام الله سمنګاني ويلي، قوماندان مخدوم عالم د “اختطاف او انسان تښتونې” په تور نیولی او اوس يې موضوع تر څېړنې لاندې ده.
سمنګاني زياته کړه، عالم مخدوم د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا نيول شوی و چې اوس کابل ته لېږدول شوی دی.
په فارياب کې د دې اوزبک قومندان نيول کېدو پراخ لاريونونه راوپارول. حکومتي چارواکي وايي چې اوس هم په بند کې دی او په فارياب کې وضعيت تر کنټرول لاندې دی.
انعام الله سمنګاني په فارياب کې د طالبانو د قومندان د نيولو په اړه د هغه د پلويانو د غبرګون په اړه وويل، “په افغانستان کې هر ډول قضيې ته قومي رنګ ورکول کېږي. نيول يې د هغه له قوم سره هېڅ تړاو نه لري”.
سمګاني ویلي، استخباراتو یې داسې شواهد موندلي چې مخدوم عالم په انسان تښتونه او د فاریاب په نا کراریو کې لاس درلود.
نوموړي وويل، “د اسلامي امارت حق لري څو له هغو کسانو پوښتنې وکړي چې پر ضد يې شواهد موجود وي”.
د ښاغلي سمنګاني په وينا مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له خوا بلخ ته غوښتل شوی و او په خپله هلته د پوښتنو لپاره حاضر شوی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس