معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسلامي امارت د امریکا له هغې مقررې هرکلی کړی چې له مخې یې افغانستان ته پیسې لېږدول کېږي

اسلامي امارت د امریکا له هغې مقررې هرکلی کړی چې له مخې یې افغانستان ته پیسې لېږدول کېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د افغانستان اسلامي مارت افغانستان ته د پیسو د لېږد لپاره د امریکا لخوا د جوړې شوې مقررې هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو زورات ویاند عبدلقهار بلخي وايي د امریکا د مالیې وزارت لخوا بانکونو ته د افغانانو لپاره له بهر څخه خپل هېواد ته د حوالو کولو د اجازې پیغام لېږل یو ښه ګام دی او دوی یې ستاینه کوي.
بلخي پر خپل ټویټر لیکل شوي پیغام کې زیاته کړې: “مونږ د دې پرمختګ ستاینه کوو او هیله لرو چې فغانانو ته د نړیوال بانکي نظام په ټولو برخو کې د لاسرسي حق ورکړل شي”.
د امریکا متحد ایالتونو داسې یوه مقرره جوړه کړې ده چې له مخې یې افغانستان ته د پیسو لېږد او حوالې ته اجازه ورکول کېږي، هغه کسان او موسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې ښکېل دي پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معاف کېږي.
د دغه اجازې لیک له مخې افغانان کولی شي چې له بهر څخه افغانستان ته د ویسټر یونین، منې ګرام او نورو بانکي لارو څخه پسې ولېږي.
د یادولو وړ ده چې، د پیسو د لېږد نړیوالو شرکتونو ویسټرن یونین او مني ګرام پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې فعالیت بند کړی و، خو په سېپټمبر میاشت کې یې خپل کاروبار بیا پیل کړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس