معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسلامي امارت د افغانستان لپاره د پوليسو نوې ډله جوړوي

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د پوليسو نوې ډله جوړوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د پولیسو لپاره نوې ډله جوړوي چې په اډانه کې به یې نوي کسان هم د پولیسو لیکو ته جذبوي.
بي بي سي راپور ورکوي چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق ور ته ویلي، چې د مخکني حکومت ژمن کسان به هم بېرته خپلو دندو ته راغوښتل کېږي.
دغه راز بي بي سي د لندن کالج پوهنتون استاد انټونیو جیسټوزي له قوله لیکلي چې د ا.ا د حکومت د پولیسو لیکو بیا منظم کولو په موخه د لومړي ګام په توګه ۳۱۳ بدري قطعه رامنځته کړې چې د ده په وینا د حقاني شبکې تر ټولو غوره وسله وال په کې غړیتوب لري.
نوموړی وايي د دې قطعې اصلي دنده د ا.ا د مشرتابه او د مهمو بنسټونو د امنیت خوندي کول دي.
دی وايي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وسله وال په ښارونو کې په تېره کابل ښار کې تمرکز لري چېرته چې د ښاغلي جیسټوزي په وینا د عامه نظم ساتلو او د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې بوخت دي.
خو له ښارونو د باندې د اسلامي امارت پوځیان کم دي او ځینې امنیتي پوستې خالي دي. له دې تشې په ګټه اخستنې د سیمې ځینې کسان هلته ځای پر ځای شوي دي.
په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو کې لوی شمېر پولیس افسران ورزول شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس