معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسلامي امارت: افغانستان په دې نازک وخت کې د رښتینې خپلواکۍ د خپلولو هڅې کوي

اسلامي امارت: افغانستان په دې نازک وخت کې د رښتینې خپلواکۍ د خپلولو هڅې کوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، افغانستان په دې نازک وخت کې د رښتینې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
سمګاني دا خبره پر خپله رسمي ټویټرپاڼه کړې ده.
انعام الله سمګاني وايي چې، چیني سفیر د عدلیې وزارت د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې وویل چې هېواد یې دې موخې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
ورته مهال د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي چین باید د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور حرکت وکړي.
مجاهد زیاته کړې چې هېواد یې په دغه روان وضعیت کې رسمیت ته اړتیا لري، د هغه په وینا د نړۍ هېوادونه په ځانکړي ډول چین ته پکار ده چې، په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
اسلامي امارت شاوخوا درې میاشتې کېږي، چې پر ټول افغانستان واکمني کوي خوا لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
ګاونډي هېواد پاکستان ویلي چې دوی نړیوالو ته سترګې په لار دي او تر نړیوالو مخکې د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت نشي پېژندلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس