معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان پر افغانستان ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده

ازبکستان پر افغانستان ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان دغه هیواد ته په ورداتي برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی.
شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ‏‎ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته دغه کار کړی دی.
خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ‏‎د ازبکستاني چارواکي د برېښنا کمښت تخنیکي ستونزې یادوي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي: “دوی وایي د دغه هیواد په تیلې مرجان سټېشن کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او دوی پرې کار کوي چې له کبله یې افغانستان ته د وارداتي برېښنا په لېږد کې کموالی راوستلی دوی وايي دغه ستونزه به د دوه یا دریو ورځو په ترڅ کې حل شي.”
‏‎د دغه راز برښنا شرکت وایي چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د کموالي له امله د ١٦ ولایتونو برېښنا ټکنۍ شوې او له اوږدمهاله پارچاويو سره مخ شوي دي.
دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی چې ازبکستان تخنیکي ستونزو له امله افغاسنتان ته خپل صادراتي برښنا کموي.
دا په داسې حال کیده چې د افغانستان برښنا شرکت تیره میاشت له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې د وارداتي برښنا قرارداد تمدید کړ.
افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس