معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان د افغانستان له لارې پا کستان د رېل پټلۍ په ژر جوړېدو ټینګار کړی

ازبکستان د افغانستان له لارې پا کستان د رېل پټلۍ په ژر جوړېدو ټینګار کړی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي ځکه د نوموړي په خبره دغه پروژه د سیمې لپاره خورا مهمه ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ (سې شنبې د اګسټ دوهمه) د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړي دي.

تیره اوونۍ د افغانستان د ا.ا حکومت چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډي د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د اورګاډي د پټلۍ دغه لویه پروژه، د ازبکستان ترمز ښار له مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره نښلوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس