معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ازبکستان او افغانستان د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي

ازبکستان او افغانستان د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي

ازبکستان او افغانستان د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل کې له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره کتلي دي.
کاملوف او متقي د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي مسایلو او ترانزیتي چارو خبرې کړې دي.
ازبک لوري ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی هڅه کوي چې له کابل سره خپلې اړیکې لا پياوړې او ښې کړي. زیاتوي چې خپل ګاونډي سره به د بشرپاله مرستو د رسولو په برخه کې خپله همکاري هم ډېره کړي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د دایمي ثبات پر اهمیت ټینګار شوی او هغه د ټولو په ګټه بلل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس