معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستاني پانګوالو د اوسپنې په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ازبکستاني پانګوالو د اوسپنې په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د اوزبکستان د (BA holding) کمپنۍ له رییس او مل پلاوي سره لیدلي دي.

د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د یادې کمپنۍ رییس په افغانستان کې د کانونو په ځانګړې توګه د اوسپنې په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر بیا بهرنیو پانګوالو او کمپنیو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس