معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې کړي

ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې کړي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۷مه او د مارچ ۲۷مه نېټه ده) د ازبکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دغه خبرې تېره ورځ په ازبکستان کې شوې دي او په دې خبرو کې ټینګار شوی چې درېواړه هېوادونه به د د یادې پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره عملي هڅې پيلوي.
دا پټلۍ به د افغانستان له لارې ازبکستان او پاکستان سره نښلوي چې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
تر دې وړاندې هم د دغه ډول پټلۍ پر جوړولو د درېواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې شوې دي، خو د عملي کار کوم څرک نه ښکاري.
په دې غونډه کې همدا راز د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې د ورته پروژو په رامنځ ته کولو به په سیمه کې اقتصادي او سوداګریز لوری بدل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس