معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اریانا هوايي شرکت به هند، چین او کویټ ته الوتنې پیل کړي

اریانا هوايي شرکت به هند، چین او کویټ ته الوتنې پیل کړي

ګهیځ نیوز: نن شبنه (د غبرګولي یا جوزا ۲۱مه او د جون میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د ا.ا امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نژدې راتلونکي کې هند، چین او کوېټ ته د اریانا د هوايي شرکت د الوتنو له پیلېدو خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه په یوه مرکه کې څرګندونې وکړې.
هغه وویل: “چین ته به د روانې جون میاشتې په شلمه لومړۍ الوتنه وشي او له مهالوېش سره سم به عادي الوتنې پیلېږي. اونیزې الوتنې به کېږي. همداراز له کوېټ او هند سره هم خبرې روانې دي چې خبرې مثبتې دي. انشاالله ژرترژره به هند او کوېټ ته هم مستقیمې الوتنې پیل شي.”
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له دې وړاندې ویلي و، چې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه دمګړۍ متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان، ازبکستان، ایران، ترکیې او روسیې ته الوتنې کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس