معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي چارواکي وايي اسلامي امارت ترې د هوايي ډګرونو د سمبالښت لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې

اروپايي چارواکي وايي اسلامي امارت ترې د هوايي ډګرونو د سمبالښت لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې

اروپايي چارواکي وايي، د اسلامي امارت چارواکو ترې په قطر کې د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د دوام لپاره د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه.

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پرون او وړمه ورځ په دوحه کې د اروپايي ټولنې چارواکو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د خدماتو ادارې (EEAS) په یوه اعلامیه کې وویل، له طالبانو سره خبرې په دې معنی نه دي، چې ګوندې د دوی د لنډمهالی حکومت په رسمیت وپېژندل شي، بلکې دا خبرې د اروپايي ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د اروپايي ټولنې د عملیاتي چلند یوه برخه ده.

د افغانستان اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د خبرو لپاره خپل لوړ پوړي چارواکي دوحې ته لېږلي او دا خبرې داسې مهال وشوې چې ټاکل شوې د امریکایي لوري او افغان پلاوي ترمنځ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې نن (دوشنبه) پیل شي.

د اسلامي امارت د پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس