معماری
خانه / ادب و هنر / ادبي غلا او د افغانستان په قوانینو کې یې جزاء!
عبدالصبور مبارز

ادبي غلا او د افغانستان په قوانینو کې یې جزاء!

 

عبدالصبور مبارز

افغاني ټولنه چې له ډېرو بدبختيو سره مخ ده يوه بدبختي يې دا هم ده چې په دې ټولنه کې ادبي غلا هم ډېره ده، ډېر خلک د نورو ليکنې، کتابونه او يا هم تحقيق تر خپل نوم پورې تړي او بيا په ډېره بې شرمۍ ورسره خپل نوم ليکي او چاپوي يې، دا چې دا ډېره مهمه موضوع ده په همدې موخه مو ورته دا ليکنه ځانګړې کړې ده، په دې ليکنه کې به په ادبي غلا پېژندنې، ډولونو، بېلګو او د ادبي غل پر مجازاتو بحث وکړو.

د ادبي غلا پېژندنه:

په لغوي لحاظ ادبي غلا په معجم الوسيط کي داسې تعريف شوې ده؛ (د بل له کلامه اخيستنه، د بل له الفاظو يا معنا ګټه او يا په دې دواړو کي له يوه اخذ.) (۱)

همدارنګه د مريم ويبسټر ان لاين ډيکشنري ادبي غلا داسې تعريف کړې ده: (ډېريو کسانو د بل چا کار کاپي او يا په ځان پورې د لومړني ليدلوري تړل ادبي غلا بلل کېږي. (۲)

پورتنۍ ډيکشنري ادبي غلا په لاندې ټکيو کې رالنډه کړې ده:

  1. د بل چا د څرګندونو او يا ليدلوري غلا کول او په خپل نامه پورې تړل.
  2. د بل چا د کار له حاصل څخه ګټه اخيستل پرته له دې چې نوم يې واخيستل شي.
  3. له اصلي سرچينې څخه ګټه اخيستنه او هغه په دې بڼه ښودل چې دا د غله نوښت دی. (۳)

د ادبي غلا ډولونه:

۱. د بل ليکوال ليکنه ټکي په ټکي په خپل نوم وړاندې کول. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي ژبه کې د CLONE Plagiarism  اصطلاح کارول کېږي.(

۲. داسې ليکنه چې له يوې سرچينې څخه پکې ډېر مواد راخیستل شوي وي او هېڅ تغیير پکې نه وي راوړل شوی (په خپلو الفاظو نه وي ليکل شوې).(دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي ژبه کېCTRL-C Plagiarism وايي)

۳. له بلې ليکنې څخه راخیستل شوي ځانګړي الفاظ بدلول او نور متن همغه شان پرېښودل چې دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي ژبه کې د FIND-REPLACE Plagiarism اصطلاح کارول کېږي.

۴.د بل ليکوال د ليکنې څخه اقتباس کول او د بل ليکوال د ليکنې متن داسې تفسيرول او نقلول چې مناسب ربط هم ولري. (دا ډول ادبي غلا په انګليسي کې د Plagiarism REMIX په نوم يادېږي.)

۵. د خپلې تېرې ليکنې څخه متن داسې راخیستل چې خپله تېره ليکنه د مأخذ په حيث ذکر نشي. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې RECYCLE Plagiarism وايي)

۶. په يوه ليکنه کې د ډېرو مأخذونو لرونکې ليکنې څخه الفاظ، له کوم بدلون نه پرته نقل کول او د بلې ليکنې مأخذونه پکې نه ذکر کول.( دغه ادبي غلا په انګليسي ژبه کې HYBRID Plagiarism نومېږي)

۷. هغه ليکنه چې له ګڼ شمېر سرچينو څخه رانقل شوي متنونه، کلمات پکې همغسې رانقل شوي وي او مأخذونه يې نه وي ذکر شوي. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې MASHUP Plagiarism ويل کېږي)

۸. داسې ليکنه چې د مأخذونو يادونه پکې شوي وي، خو ليکل شوي معلومات په ذکر شويو مأخذونو کې موجود نه وي. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې Plagiarism404 ERROR وايي)

۹. داسې ليکنه چې مأخذونه پکې په سمه توګه نقل شوي وي، ليکن مأخذونو کې ليکل شوي موضوع ګانې اصلي او حقيقي نه وي؛ بلکې د بل چا ليکنه وي. (دا ډول ادبي غلا په انګليسي ژبه کېAGGREGATOR Plagiarism نومېږي.

۱۰. ليکنه کې مأخذونه په سمه توګه کارول شوي وي، مګر له مأخذ څخه راخيستل شوې ليکنې باندې ډېر تمرکز شوی وي او د راخیستل شوې ليکنې جوړښت او ترتيب کې هم هېڅ ډول بدلون نه وي راغلی. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې PlagiarismRE-TWEET وايي. (۴)

عربو نقادانو بيا د لفظ او معنی په لحاظ ادبي غلا په درېيو برخو وېشلې؛

۱. د الفاظو غلا

۲. د معنا غلا

۳. د دواړو غلا (۵)

د ادبي غلا بېلګې:

په نړيوال ادبي تاریخ کې تر ټولو مهمه غلا د مهم او مشهور شاعر د ویلیام شکسپیر کیسه “رومیو او ژولیت” ده، دا کیسه لسګونه کاله وړاندې ایټالوي لیکوال Matteo Bandello د “مینه رونا” تر سرلیک لاندې لیکلې وه، نو شکسپیر د “رومیو او ژولیت” تر عنوان لاندې ډرامې ته واړوله، د دې ادبي شاهکار شهرت په ټوله نړۍ کې خپور شو، که څه هم د خپل ملګري ايټالوي لیکوال سره يې ظلم وکړ.

خو تر دې لویه ادبي غلا د ایټالوي لیکوال دانټی (Dante Alighieri) “الهي کوميدي” ده، په دې کتاب کې يې د عربي فیلسوف شاعر ابو علاء المعري “د بښنې لیک” تګلاره غوره کړې ده، دغه کتاب په لاتینی فرهنګ کې پېژندل شوی کتاب ؤ، لومړی دا چې په اندلس كې عربي فرهنګ په اسپانيي باندې د عربانو د واکمنۍ پر بنسټ پريمانه خپور ؤ، هغه چې د یوناني ارسطو فلسفه يې د ابن رشد په شرحو لاتیني ته اړولې وه او ارسطو طالیه الرشدیه باندې يې شهرت لاره، نو لاتیني ته د عربي کتابونو ژباړه ډېره آسانه وه، چې له هغو څخه يو د معري کتاب” د بښنې لیک” ؤ. (۶)

ځينې ليکوال چې کله ادبي غلاوي توجيه کوي د افکارو او خيالاتو توارد يې ګڼي، ابراهيم عبدالقادر المازني په ۱۹۲۰م کې له روسي ژبې د (ابن طبيعة) په نامه يو ناول وژباړه، په ۱۹۳۰ کي يې د (ابراهيم الکاتب) په نامه يوه کيسه خپره شوه چي پنځه شپږ پاڼې کټ مټ د هماغه روسي ناول توري، ټکي او جملې وې، بيا يې وليکل چي (روسي ناول زما په اروا کي ډېر ژور اغېز پرېيښی دی، اوس مي قلم هماغسي ګرځېدلی، خو دا نو د ځان مال ګڼم. (۷)

له حقوقي پلوه د ادبي غل مجازات

له حقوقي پلوه د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپي رايټ) قانون په ۱۳۸۷لمریز کال کې رامنځ ته شو، دغه قانون په ۷ فصلونو او ۴۹ مادو کې تصويب شوی دی، په دې قانون کې د ادبي غلا د تعریفونو، ډولونو او د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق له حقوقو څخه يادونه شوې ده، موږ دلته يواځې د ادبي غل پر مجازاتو بحث کوو او په دغه قانون استناد کوو:

د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ قانون په ۳۰ ماده کې شخص کولای شي چې د خپلې ليکنې څخه د دفاع په موخه پر ادبي غل محکمه کې عريضه دايره کړي، دغه ماده وايي: (د دې قانون او د جانبي حقوقو د حمايت وړ آثارو د امتياز د حق لرونکي پنځوونکي يا يو له وارثانو يا مؤجرينو څخه کولی شي، په دې قانون کې د درج شوو سرغړونو په هکله، محکمې ته مراجعه وکړي.) (۸)

د همدې قانون په دېرشمه ماده کې بيا د ادبي غل مجازات بيان شوي دي چې ادبي غل ته يې تر يو کال پورې حبس يا نقدي جريمې جزا ټاکلې ده، د دې قانون يو دېرشمه ماده داسې صراحت لري: (هغه شخص چې د دې قانون په (۱۹) مادې کې په درج شوي وخت کې د اثر د مالک له ليکلي موافقې پرته، په هره وسيله يا کړنې سره چې وي د هغه په چاپ او خپرولو لاس پورې کړي له احوالو سره سم تر يوه کاله پورې په حبس يا په نقدي جريمه چې له پنځوسو زرو افغانيو (۵۰۰۰۰) څخه لږ او له سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) افغانيو زياته نه وي محکوميږي.) (۹)

د همدې قانون د دوه دېرشمې مادې د حکم په اساس که چېرې يو کتاب په ادبي غلا چاپ شوی وي او د هغې په زرګونو نسخې موجودې وي نو محکمه کولای شي د هغې په مصادرې حکم صادر کړي. (۱۰)

 

مأخذونه

۱ ـ نقيب احمد عزيزي، ادبي غلا، انعکاس ويب سايټ، د لاس رسۍ وړ په:

http://www.enikassradio.com/%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D8%BA%D9%84%D8%A7-2/

۲ ـ Merriam Webster online Dictionary

۳ ـ رحمت آريا، ادبي غلا (۲۰۰۹م اګست ۲۱) ادبي غلا، افغان جرمن آنلاين، د لاس رسۍ وړ په:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/R_Arya_adabi_ghlaa.pdf

۴ ـ شمس الدين همت، د ادبي غلا تعريف او  ډولونه، الفلاح پوهنتون، د لاس رسۍ وړ په:

http://alfalahuni.edu.af/%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%D9%87/%D9%BE%D9%84%D8%AC%D8%B1%D9%8A%D8%B2%D9%85/

۵ ـ نقيب احمد عزيزي، ادبي غلا، انعکاس ويب سايټ، د لاس رسۍ وړ په:

http://www.enikassradio.com/%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D8%BA%D9%84%D8%A7-2/

۶ ـ  شرر ساپی (۲۰۱۶م، جون) ادبي غلا او تأثر، نن ټکی آسيا، د لاس رسۍ وړ په:

https://www.nunn.asia/76060/%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D8%BA%D9%84%D8%A7-%D8%A7%D9%88-%D8%AA%D8%A7%D8%AB%D8%B1/

۷ ـ نقيب احمد عزيزي، ادبي غلا، انعکاس ويب سايټ، د لاس رسۍ وړ په:

http://www.enikassradio.com/%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D8%BA%D9%84%D8%A7-2/

۸ ـ د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپي رايټ قانون)، عدليي وزارت رسمي جريده، ۳۰ مه ماده.

۹ ـ د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپي رايټ قانون)، عدليي وزارت رسمي جريده، ۳۱ مه ماده.

۱۰ ـ د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپي رايټ قانون)، عدليي وزارت رسمي جريده، ۳۲ مه ماده.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس