که څه هم په افغانستان کې د تحولاتو او بدلونونو څپې په داسې بڼه راځي چې اکثره وخت د پېښو شنونکي او تحلیلګران هم حیران کړي او کله ناکله خو ځیني شنونکي او تحلیلګران دې ته اړ شي چې د خپلې ګېډې څخه د را ایستلي تحلیل او شننې د رښتیا ثابتولو لپاره ځمکه او آسمان سره وتړي یا یې وجنګوي، خو له څه مودې راهیسې د افغانستان پېښې او د ګاونډي هېواد(پاکستان) هلې ځلې او هرې خواته لاس او پښې اچول، په رښتیا هم داسې ښکاروي چې د اسلام آباد ملکي او پوځي واکمن او په تېره هم د افغانستان په تحولاتو کې د پوځي استخباراتو د دوی ککړه اداره څه نوی پلان عملي کول غواړي.
پدې شپو ورځو کې چې په کور د ننه پاکستان کې د دې هېواد د پوځ تر سرپرستۍ لاندې نیمه خوا ملکي حکومت او آن خپله پوځ له سختو ناخوالو او وسله والو مخالفتونو سره لاس او ګرېوان دی او کم تر کمه په سرحدي ایالت او بلوچستان کې د اسلام آباد د سیاسي او وسله والو مخالفینو د مخالفتونو لړۍ د هرې ورځې په تېرېدو پراخېږي، نو ورسره جوخت د آی،اېس، آی پوځي استخباراتي ادارې هم هلې ځلې پیل کړې دي تر څو په افغانستان کې د اوسني حاکم نظام خلاف د ځینو آزمایل شویو څېرو او جهتونو هلې ځلې سره یو لاس او تقویه کړي.
څه موده وړاندې د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل پر ولسوالۍ د پاکستاني الوتکو غلچکي برید د کابل له سخت او خورا توند غبرګون سره مخ شو او په هغه وخت کې د پاکستاني رسنیو راپورونو ته په کتو سره داسې برېښېده چې اسلام آباد له کابل نه د دومره توند غبرګون تمه نه درلوده.
د پاکستان تر دې هوایي بمباردمان او په مقابل کې یې د افغان لوري تر توند پوځي غبرګون وروسته د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې( آی ایس آی) چې تل یې د افغانستان د پېښو او بدلونونو په تړاو نوم په منفي انداز سره یادیږي، ځینې داسې هلې ځلې پیل کړې چې ښکاروي دغه بدنامه جاسوسي اداره بیا کوم کرغېړن پلان لري.
په تاجکستان کې د افغانستان د پخوانۍ ادارې او د مقاومت په نامه د کابل د اوسنیو واکمنو له ځینو مخالفینو سره د آی اېس آی د مشر لیدنه او بیا د تاجکستان له جمهور رییس امام علي رحمان سره یې په همدې تړاو خبرې او اوس دا دی په ترکیه کې له مېشتو ځینو افغان سیاسیونو او د پخواني حکومت له مشرانو سره د نوموړې پاکستاني استخباراتي ادارې د جنرالانو لیدل کتل، ښکاروي چې آی اېس آی بیا هلې ځلې پیل کړې او غواړي د افغانستان د اوسني حکومت خلاف د هغې مخالفین او آن هغه څېرې چې په ستراتیژیک ډول د اسلام آباد مخالفین ګڼل کېږي، په یوه محور سره را ټول او د خپل کوم پلان د تطبیق لپاره یې تیار کړي.
اوس دا چې د افغانستان لپاره د “آی ایس آی” غوندې بدنامې جاسوسي ادارې نوی پلان څه دی او څه اړخونه لري ځانګړي بحث ته اړتیا لري او اوږد تفصیل غواړي، خو هغه څه چې ثابت دي دا دي چې اسلام آباد او په تېره بیا د دې هېواد د پوځي استخباراتو دغه بدنامه اداره هېڅکله او په هېڅ ډول شرایطو کې د یوه خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د لیدلو زغم نه لري.
د رسنیزو راپورونو له مخې همدا اوس د پاکستان حکومت کم تر کمه په خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې له سختو پوځي او سیاسي مخالفتونو او ګواښونو سره مخ دی، دا مخالفتونه او ګواښونه یوازې د ډیورند کرښې په شا او خوا کې د پاکستان پر پوځي چاوڼیو او امنیتي پوستو د هغه هېواد د طالبانو تر وسله والو بریدونو هم نه محدودېږي، په سیاسي محاذ کې هم د دغه هېواد د تحریک انصاف پر ګوند پر مخالفتونو سربېره په حاکم سیاسي اتحاد کې هم ګڼو مخالفتونو سر راپورته کړی چې دا ټول په اسلام آباد کې د حاکم سیاسي ايتلاف شړیدلی او در په دره حالت په ډاګه کوي.
اوس د اسلام آباد چارواکي چې تر بل هر وخت د داخلي سیاسي اختلافاتو او په لوړه کچه اداري او مالي فساد تر څنګ له شته نا امنیو او آن تجزیې له ګواښ سره سره(کم تر کمه په سرحد او بلوچستان کې) مخ دي، غواړي په افغانستان کې د اوسني سیاسي او امنیتي ثبات پر ضد هلې ځلې وکړي او په تأسف پدې لار کې یو ځل بیا له هغو څېرو ګټه اخیستل غواړي یا پر هغه کسانو پانګونه کوي چې په افغانستان کې یې په وار وار امتحان ورکړی او ناکام شوي دي.
دا چې د پاکستان دغه هلې ځلې به تر کومه بریده نتیجه ورکړي، معلومه نده، خو غوره به دا وي چې د اسلام آباد پوځي او سیاسي واکمن نور د خپلو ګاونډیانو د تخریب او هلته د ګډوډی جوړولو پر ځای خپلو کورنیو ستونزو ته لږ پاملرنه وکړي او هغې ته د حل لارې د لټولو په فکر کې شي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/