معماری
خانه / نویسندگی / ولې ویل اسان او لیکل ګران دي؟

ولې ویل اسان او لیکل ګران دي؟

لیکوال: د بغلان پوهنتون استاذ ګل رحمن رحماني

د یوې ژبې په زده کړه کې څلور مهارتونه ډېر مهم او بنسټيز رول لري؛ اورېدل، لوستل، لیکل، ویل یا خبرې کول. د کارونې له اړخه ښايي له یادو څلورو توکو تر ټولو اسانه او د ډېرو د انتخاب وړ ټکی ویل وي، ځکه د پښتنو د دې متل له مخې چې ((په خدای او خبرو کې هر څوک حق لري)) هر څوک خبرې کولای شي او د بیان ازادي لري، خو د بیان له دغه ازادۍ یا حق څخه د ((لیکل)) اصل په برخه کې عملي ګټه اخیستنه ولې ګرانه ده؟

یا په بل عبارت، کله چې چا ته یو څه بیانوو، نو په شفاهي ډول یې ډېر په راحت او ښه تفصیل سره بیانولی شو، د بیان پر مهال یې زموږ حالت عادي وي، د کوم فشار، وېرې، بې جرئتۍ او مخاطب څخه د تېښتې احساس نه کوو، خو کله چې څوک را څخه وغواړي، همدغه وینا یا بیان په لیکلي ډول ورته وسپارو، نو بیا دا کار راته د غره په شا کول ښکاري او ګرانه ده چې لیکنه مو د بیان په څېر مفصله او روانه وي.

د لیکوالۍ په ډګر کې نږدې ټول تازه کاره لیکوال له دې ستونزې سره مخ دی، ډېر ځله یې قلم او کتابچه را اخیستي وي، یا په کمیپوټر کې د وورډ پاڼه خلاصه کړې وي، خو د ساعتونو په تېرېدو هم د خپل غوره کړې مطلب یا موضوع څو کرښې نه شي لیکلی، ددې برعکس بیا که کمپیوټر له مخې لري کړي او غواړي چاته ووايي چې دا موضوع په دې ډول لیکم، خو نه یې شم لیکلی، نو د بلبل په څېر لګیا وي، په روانه او خوږه ژبه خبرې کوي، خپل سرګذشت او نور موضوعات په دومره مهارت سره بیانوي چې ته به فکر کوي چې له کاغذ نه یې وايي، خو که له مشورې وروسته بیا ورته د لیکنې د پیل سپارښتنه وشي یعنې خبره له اقراء (ولوله) نه اکتب (ولیکه) ته شوه، بیا یې ځان ته پام کېږي او په وچ زور سره به ځان سانسور او له خپلې لیکنې سره نا اشنا کوي.

ځینې پوهان او لیکوال بیا په ډاګه وايي چې زه د وینا سړی یم، لیکوال نه یم، ما په قلم او لیکنه کې مه محدودوئ، دا کار باید بل څوک وکړي چې دا کار شوی هم دی، په پښتو ادب کې څو داسې کتابونه شته چې ویناوال یې هر څه یوه لیکوال ته ویلي او هغه بیا د امانت په رعایت سره کټ مټ لیکلي دي، داسې لکه څوک چې د چا راډیويي یا ټلویزیوني شفاهي وینا متن ته اړوي.

ښايي دا به ډېره استثنا وي چې د لیکوال د وینا او لیکنې ژبه به سره مساوي وي، ځوان لیکوال نبي الله امیل (په وینو سرې جامې کتاب لیکوال) همداسې یو څوک ؤ، ده د پوهنتون پر مهال خپلې ټولې لنډې کیسې په یاد وې، په بل عبارت لنډه کیسه یې په شفاهي ډول وړاندې کوله، له متن سره به یې هېڅ توپیر نه ؤ، تا به ویل چې د کتاب له مخې یې وايي.

له دې ستونزې څخه ډېرو لیکوالو د راوتلو هڅه کړې ده او د بیا بیا تکرار په سبب کامیاب شوي هم دي، خو ډېر داسې نور شته چې ددغه کامیابۍ خواږه یې نه دي څکلي، سخت ځورېږي او په سبب یې د لیکوالۍ په ډګر کې یې ځان نه دی را څرګند کړی.

یو لامل یې دا دی چې دوی بیا هم په لوی لاس ځان ته د کلمو، ترکیبونو او ګرامري نا اشنايي داسې جنجال جوړ کړی دی چې خپله هم خپله دغه نا اشنايي او سرګرداني حس کوي، فکر یې دا وي چې ممکن لوستونکی دده په څېر حالت ونه لري، ورته اسانه به وي، خو واقعیت دا دی چې لوستونکی د سختو کلمو او پېچلو ترکیبونو په هضم کې له لیکوال څخه مخکې نه وي، نه یوازې چې مخکې نه وي، بلکې یو ستر کړاو ورباندې تېرېږي.

دا اشنايي د څه لپاره ده؟ لیکوال فکر کوي چې لیکنه یا د وینا لیکنی چوکاټ د مکتوب غوندې یو تشریفاتي شی دی، که چېرته د وینا په څېر ساده ګي په کې وکړي، څوک به ورپورې وخاندي او په اثر به یې د یوه محلي او بې ګټې مضمون نوم وتپل شي.

په دې برخه کې درېیم لامل دا دی چې کله کله لیکوال خپله هم پوهېږې چې خپله موضوع او سرګذشت یې د شفاهي وینا په څېر روان، سلیس او عام فهمه نه دی، خو تر دې یې د ساده کولو یا له وینا سره د مساوي کولو په تخنیک نه پوهېږي او دا تخنیک یې په مخکې د اسانۍ د یوه ابزار په توګه نه، بلکې د یوې لومې په څېر پروت وي.

د لیکوالي اصول، په ځانګړي ډول د املا او انشاء رعایت هم ډېرو لیکوالو ته یو ستر خنډ دی او د رعایت پر مهال یې دوه زړي وي، کله چې لیک دود او د انشاء ځانګړنو ته ډېر دقیق شي، نو بیا محتوا ترې هېره وي او که هېره هم نه وي، ورباندې د پخواني حاکمیت کچه یې را لوېږي.

د غوره لیکوالو یوه ځانګړنه دا ده چې د کلمو د اوډون له تخنیک سره ډېره طبیعي اشنايي لري، یعنې کلمات یې په ګوتو کې د مومو په څېر نرم او د هر ډول بدلون وړ وي، هر څه یې چې زړه وغواړي، د خپلې خوښې سره سم یې ترې جوړولی شي.هغه د شاعر خبره:

کله یو څه ترېنه جوړ کړي کله بل څه

ته به وايې زړه مې خټه یار کلال دی

د دري ژبي مشهور لیکوال خالد نویسا د لیکوالۍ په اړه په خپله یوه مرکه کې ویلي دي چې زموږ د نه لیکنې یوه ستونزه سپین کاغذ دی، سپین کاغذ د لیکوال پر وړاندې یو وحشتناک شی دی، که له دې کاغذ نه وورېده، نو توري او الفاظ هم ترې کډه کوي، دا چې هره لیکنه پیل او پای لري، زما لپاره سپین کاغذ د مناسب پیل او پای نه موندلو له اړخه ډېر وحشتناک دی، نه پوهېږم چې له کوم ځای څخه یې پیل کړم او چېرته یې پای ته ورسوم.

سپینه پاڼه رښتیا هم کله کله موږ ننګوني، کټ مټ د غېږ نېونې یا سوک وهنې د هغه میدان په څېر چې رقیب مو ورغلی او اوس زموږ د ورتګ انتظار باسي، څو په منډه میدان ته ورشو او پر وړاندې یې خپلو مینه والو او رقیب ته خپله وړتیا ثابته کړو. موږ وړتیا لرو، خو شکمن یوو او وېره را سره وي چې هسې نه رقیب مو تر موږ لا پیاوړی او له ګڼو تاکتیکونو سره اشنا وي، خبره په پایله کې زموږ پر ماتې تمامه شي، دلته سپینه پاڼه، قلم، لیکنۍ ژبه او زمان د لیکوال لپاره ننګوني توکي دي.

عادي وضعیت هم د لیکوالۍ د چاپېریال یو بل امتیاز دی، عادي وضعیت یا حالت خپله لوستونکي ته هم یو ډول درناوی دی، مخاطب یا لوستونکی دا حالت د وینا پر مهال په ښه ډول درک کولی شي حتی که یې درک نه کړي، پوښتنه کوي، ځان پوهوي، ویناوال اړ دی چې ځواب هم ورکړي، خو کله چې خبره بیا لیکنې ته اوړي، نو دا حالت په نا عادي یا که ساده ووایم په پېچلي حالت بدلېږي او نا اشنايۍ په یوه لویه کنده کې سرګردانه وي.

پیاوړي او د سبک خاوند لیکوال ارواښاد سعدالدین شپون به ویل: ليکوال دې نور وپاروي، خو د ليکلو په شېبه کې دې خپل احساسات کنټرول کړي، ځکه دده تخييل که پارېدلى حالت ولري. مثال يې هغه ترکاڼ(نجار) ته ورته دى چې د دروازې جوړولو په وخت يې لاس رېږدي.

پیاوړی ژبپوه او کره کتونکی استاد محمد اصف صمیم وايي چې موږ ډېر ښه نثر وايوو، خو ښه نثر نه شو لیکلی، ولې؟ دا پوښتنه رښتیا هم زموږ د لیکوالۍ په برخه کې جدي او د غور وړ ده . ډېر نالوستي کسان دي چې تر لوستو هغو ښې روانې او ساده خبرې کوي، خبرې یې اغېزناکې وي، که همدا خبرې یې کټ مټ ولیکل شي، نو ښايي ډېر روان او خوږ نثر ورڅخه جوړ شي.

د استاد د پوښتنې یو ځواب ښايي دا وي چې موږ څه وایوو هغه په دې نه لیکو چې ځان رسمي یا تشریفاتي کوو، خپله عامه وینا او محاوره راته رسمي ښکاري، د خبرو لیکنه راته د رسمي مکتوبونو غوندې ښکاري، غواړو چې باید پخواني پاتې نه شو او چې هر څنګه وي ځان نا اشنا کړو.

ځینې لیکوال په دې نظر دي چې هر وینا وال لیکوال نه دی، وینا او لیکنه دوه بېلابېل مهارتونه دي چې دواړه په ډېرو کمو کسانو کې را ټول شوي دي، څنګه چې هر ښه ویناوال ښه لیکوال نه شي کېدای، همداسې هر لیکوال بیا ویناوال نه شي کېدای، یو څوک ښه لیکوالي کوي، خو د ستېج پر سر بیا د خپلې لیکنې په څېر روانې خبرې نه شي کولای. بې سوادي او د لیکوالۍ په برخه کې د معیاري او داسې کتابونو نشتوالی چې عملا یو چاته لیکنه ور وښيي او تش د تعریفونو ټولګې نه وي، یوه بله داسې ستونزه ده چې زموږ د لیکوالو شمېر یې کم او د ویناوالو زیات کړی دی.

سمه ده چې املا او انشاء خپل ځانګړي اصول لري او یو شمېر لیکوالو ته یې رعایت ګران ښکاري، ځینې کسان یې بیا یوازې د متن ځانګړنه بولي، خو حقیقت دا دی چې لیک نښې په خبرو او وینا کې هم کټ مټ رعایت کېږي، کوم کس چې روانه، فصیحه او زړه راښکوونکې وینا کړي، د مخاطب د پوهاوي او درک سره سمې او عادي خبرې کوي، ګرامري پېچلتیا په کې نه وي؛ نو ښکاره ده چې د لیک نښو رعایت یې کړی دی، ښايي زده یې هم نه وي، خو څوک چې له لیکوالۍ سره اشنا وي، نو په دغه پټ مهارت یې پوهېږي.

په پایله کې ویلی شوو چې دا یوه ستونزه ده، خو جدي ستونزه نه ده او حل کېدلای شي، دلته خبره د اډیو(غږ) او ټکسټ (متن) د همغاړي کولو ده، تجربو ثابته کړې چې که چېرته لوستي او غوره وینا وال کار له ټیټې کچې را پیل کړې، لیکنه د لویو مضامینو پر ځای له عادي او کوچنیو پراګرافونو را پیل کړي، ځان د هرې ورځې له لیکنې سره اشنا کړي، هره ورځ یو څه ولیکي، تمرین وکړي او کله کله خپله وینا په ګرامري او په ځانګړي ډول نحوي (د جملوي سکښت) له اړخه هم واوري؛ نو د یوه ښه لیکوال په توګه هم ځان را څرګندولای شي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس