معماری
خانه / ژورنالیزم / ژورنالیست څوک دی؟

ژورنالیست څوک دی؟

 

په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې پخوانی استازی جاويد ذاکري

ژورناليزم هغه پاک مسلک دی چې د ټولنې وګړي د ټولنې له ناويلو خبروي او د هېواد د ژوندي ساتلو دنده په غاړه لري؛ که رښتيا ځير شو نو ژورنالیستان د يو هېواد غوږونه، سترګې او خوله دي. که يو هېواد ژورنالیستان ونه لري نو په حقيقت کې دا هېواد ګونګ، ړوند او کوڼ دی. ځکه خو اوسنۍ نړۍ رسنۍ د يو هېواد څلورمه قوه مني.

ژورنالیست د ټولنې سترګې دي.

ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې خوالې او ناخوالې اخلي او د ټولنې وګړي خبروي او قضاوت همدوی ته پرېږدي.

ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې په ذهنيت کار کوي؛ مثبت او  منفي لوری ور ښايي.

ژورنالیست هغه څوک دی چې د يوې ټولنې د رهبرۍ په ټاکلو کې په پوره پيمانه ونډه لري.

ژورنالیست هغه څوک دی چې له سرتېري وړاندې د جنګ په ډګر کې روان وي او د سرتېرو د مېړانې انځور ټولنې ته ښايي.

ژورنالیست هغه څوک دی چې د اختر، محرم، لومړۍ روژه، او حتا خپله د ژورنالیست په ورځ هم وزګار نه وي، کمره په اوږه مايک په لاس ټولنې ته عکس او خبر ورکوي.

ژورنالیست هغه څوک دی چې باد، طوفان، باران،ګرمي او ساړه نه ګوري، خو دې ته ګوري چې بايد زما ټولنه په هر حالت کې له خپل هېواد او نړۍ خبره وي.

ژورنالیست هغه څوک دی چې سهار تا ته بد يا ښه خبر په رښتيا، دقيق او ژورنالیستيکو اصولو برابر وړاندې کوي چې بيا ستا په زړه کې ځای نيسي. ژورنالیست يو آزاد فکر لرونکی، خپلواک، مسلکي، ديني، کلتوري او ټولنيزو اصولو ته ژمن انسان دی او تل پورته ارزښتونو ته په کتو سره د ټولنې د خدمت وياړ لري.

ژورنالیست يو پلورنکی دی خو هغه پلورنکی چې هېڅکله له خپلو پېرېدونکو سره بې مسؤوليته خبرې نه شي کولای. ژورنالیست هغه څوک دى چې له ژورنالیستيکي اصولو څخه د بشپړې خبرتيا پر بنسټ خبرونه او رپوټونه چمتو کوي او اورېدونکو ته یې وړاندې کوي، نه دا چې اوتي بوتي وغږوي او داسې فکر وکړي چې هر څه وايي سم دي او خلک نه پوهېږی. دا به سم قضاوت نه وي چې تاسو ټولو خلکو ته په سپکه سترګه وګورئ او ټول تر ځان کښته وبولئ.

يو ژورنالیست بايد ياد ولري چې د دوی له خولې را وتونکې خبرې مستقيماً د اورېدونکو په ذهن او فکر اغېز لري، یو خبر د يو انسان ژوند بدلولای شي. مسلکي ژورنالیست تل د ژورنالېزم اخلاقو ته په کتو سره په ټولنه کې ژوند کوي او خبر جوړوي؛ هغوی چې د ژورنالېزم اخلاق په نظر کې نه نيسي او خبر جوړوي په حقيقت کې له دې خاورې او دې ملت سره جفا کوي.

بله مهمه موضوع چې غواړم دلته ورته اشاره وکړم دا ده چې وياند او ژورنالیست سره توپير لري، دلته وياند او پرزنټر ته هم ژورنالیست ويل کېږي، هغوی چې ټوله ورځ د خلکو د خوښې وړ سندرې خپروي او يا د خوړو په اړه خبرې کوي ځان ته ژورنالیست وايي چې دا د ژورنالېزم د مسلک سره سپينه جفا ده. په دې هيله چې د هېواد ټولې رسنۍ مو ديني، ملي او کلتوري حدودو ته په ژمنو مسلکي ژورنالیستانو مالامال شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس