ګهیځ نیوز

ازبکستان پر افغانستان ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان دغه هیواد ته په ورداتي برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی. شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ‏‎ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته دغه کار کړی دی. خبرپاڼه کې دا هم ویل …

Read More »

امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) امریکا نن له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د ان‌ بي ‌سي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه نن …

Read More »

نوی افغان حکومت د ډیورنډ فرضي کرښه نه مني

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۲۲مه) ډيپلوماټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي دي، د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر د دغه هېواد نوی حکومت هم د ډيورنډ فرضي کرښې له منلو ډډه کوي چې دا مسئله به د پاکستان اندېښنې لا پسې ډېرې کړي. سرچینه کاږي د …

Read More »

ا.ا د امام علي رحمان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په افغانستان کې د تاجکستان پولې سره د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوي دي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) د افغانستان اسلامي امارت وايي، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې افغانستان کې له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوي دي. تر دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر ويلي و …

Read More »

پاکستان د افغانستان زده کړو په برخه کې شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) د ترکيې اناتولیا خبري اژانس د ځینو پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په تحصیلي او تعلیمي برخه کې مرسته وکړي. سرچینه کاږي چې دوی شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي، په کابل کې د علامه اقبال پوهنتون …

Read More »

په قزاقستان کې پېښ شوی کړکېچ؛ پر افغانستان هم د لاسوهنې ادعا ده

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) قزاقستان ادعا کړې چې د دغه هېواد په وروستیو نا ارامیو کې له افغانستان څخه هم ځینو ډلو ټپلو لاس درلود. د قزاقستان ولسمشر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر …

Read More »

د م.م ۲ ادارې د افغانستان په تړاو خپل هوډ څرګندوي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) تمه ده چې نن به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنیرۍ په افغانستان کې خپل ګډ عملیاتي پلانونه اعلان کړي. په دغه غونډه کې به د افغانستان بشري وضعیت …

Read More »

‏د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره ۳۰۰۰ کسیزه قطعه جوړېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ راز امنیتي خنډ نه شته دی خو د دغې پروژې د ښکېلو هېوادونو د ډاډ لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه جوړوي. د یاد وزارت په وینا، د دې قطعې د رامنځته کېدو …

Read More »

حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ جلا جلا پروژو تړونونه لاسلیک کړل

ګهیځ: د اسلامي امارت د کليو او پراختیا وزارت د ۳۵۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل. د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د ۲۷ ولایتونو اړوند د …

Read More »

ایران: افغانستان سره د مرستې لپاره د هند لاسنیوی کوو

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د راپورونو پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. ایراني لوړپوړي چارواکي ویلي که چېرته هند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پلان لري نو ایران چمتو …

Read More »