ګهیځ نیوز

روان کال بهرنیو سیلانیانو سره ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲): د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، په روان کال کې له بهرنیو سیلانیانو سره د ۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي. دغه وزارت زیاتوي، چې افغانستان یو سیاحتي هېواد دی او هر کال د توریزم او سیاحت له لارې ګڼ …

Read More »

کابل کې د چین سفارت له افغان حکومته د لا ټینګ او ډاډمن امنیت غوښتنه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲): د چین دولتي خبري اژانس سینهوا کابل کې له پروني برید وروسته په افغانستان کې د چین د سفارت د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې دوی وضعیت له نږدې څاري او حالاتو ته په کتو به لازم اقدامات وکړي. په کابل کې تېره …

Read More »

د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲): د ایران په کوربتوب ملګرو ملتونو، پاکستان او افغان حکومت استازو د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي. له افغانستانه په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال ارسلا خان خروټي ګډون کړی دی. کابل کې د ملګرو …

Read More »

افغان حکومت وایي، پاکستان دې پر کرښه له پاروونکو کړنو لاس واخلي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲): د بهرنیو چارو وزارت په کندهار کې د ډېورنډ پر فرضي کرښې د وړمې ورځې نښتې په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان حکومت دې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوی وکړي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي، خو د پاکستان لومړی وزیر …

Read More »

د کابل په شهر نو سیمه کې چاودنه شوې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱): د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې دغه سیمه کې چاودنه شوې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکړې ډډه کړې. بل لور بیا …

Read More »

ناروې افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱): د ناروې په اسلو کې د نوبل سولې جایزې فورم تر عنوان لاندې غونډه کې د افغانستان بشري وضعیت په اړه خبرې شوي. دغه ناسته کې د ناروې د بهرنیو چارو وزېرې اناکین هویتفیلت ویلي، که څه هم د افغانستان نوي حکومت له دوی سره …

Read More »

مالیې وزارت له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۲ ماډل پورې د ګړندي موټرو ګمرکي تعرفه کمه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱): مالیې وزرات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۲ ماډل ګړندي موټرو وارداتي ګمركي تعرفه تر پخوا کمه کړې ده. مالیې وزرات زیاته کړې چې د ګمرکونو ریاست د وړاندیز د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د دغه وزارت …

Read More »

د یمن جګړې تر اوسه ۱۱ زره ماشومان مړه او ژوبل کړي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱): ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونسیف په خپل یو راپور کې ویلي، چې د یمن په روانه کورنۍ جګړه کې څه باندې ۱۱ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې. یونسیف په خپل دغه راپور کې وړاندې ویلي، چې ښایي د وژل شویو او …

Read More »

چمن کې له تېرې ورځې نښتې وروسته د پاکستان پوځ کابل ته شکایت کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱): د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چمن کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ له تېرې ورځې نښتې وروسته دوی کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې او په دې اړه یې افغان لوري ته …

Read More »

لوګر کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱): لوګر کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست ویلي، د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون چې د جوړولو چارې یې درې کاله وړاندې پیل شوې وې، نن دوشنبه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دوی وایي، یاد …

Read More »