اقتصاد او ټولنه

بلینکن: م.م او سور صلیب دې افغانانو سره مرستې ډېرې کړي

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) امریکا پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز …

Read More »

ا.ا: د ترکمني چارواکو سره یې د پلاوي خبرې ګټورې وې

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د افغانستان اسلامي امارت د ترکمنستان له حکومتي چارواکو سره دغه هېواد ته د تللي افغان پلاوي خبرې ګټورې بولي. د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه رسنیو ته ویلي، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له …

Read More »

‏عبدالباري عمر: د روغتیايي چارې دې له سیاسته لرې وي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان د روغتیا وزارت مسلکي معین ډاکتر عبدالباري عمر وايي، لاهم نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا د مرکزونو د تمویل په برخه کې بیا ځلي فعالیت نه دی پیل کړی. تر دې وړاندې نړیوال بانک تر ۲۰۲۴ میلادي کاله په هېواد …

Read More »

ازبکستان پر افغانستان ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان دغه هیواد ته په ورداتي برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی. شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ‏‎ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته دغه کار کړی دی. خبرپاڼه کې دا هم ویل …

Read More »

امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) امریکا نن له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د ان‌ بي ‌سي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه نن …

Read More »

پاکستان د افغانستان زده کړو په برخه کې شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) د ترکيې اناتولیا خبري اژانس د ځینو پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په تحصیلي او تعلیمي برخه کې مرسته وکړي. سرچینه کاږي چې دوی شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي، په کابل کې د علامه اقبال پوهنتون …

Read More »

‏د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره ۳۰۰۰ کسیزه قطعه جوړېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ راز امنیتي خنډ نه شته دی خو د دغې پروژې د ښکېلو هېوادونو د ډاډ لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه جوړوي. د یاد وزارت په وینا، د دې قطعې د رامنځته کېدو …

Read More »

حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ جلا جلا پروژو تړونونه لاسلیک کړل

ګهیځ: د اسلامي امارت د کليو او پراختیا وزارت د ۳۵۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل. د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د ۲۷ ولایتونو اړوند د …

Read More »

ایران: افغانستان سره د مرستې لپاره د هند لاسنیوی کوو

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د راپورونو پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. ایراني لوړپوړي چارواکي ویلي که چېرته هند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پلان لري نو ایران چمتو …

Read More »

اندونیزیا افغانستان ته بشردوستانه مرستې رالېږلې دي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د سخت ژمي په را رسېدو سره دوی پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ولېږي. د سرچینې په خبره د مرستو دوه الوتکې له اندونیزیا کابل ته روانې شوې چې بېړنۍ مرستې …

Read More »