Sardar Muhammad Dindarkhail

سرپل کې اور لګېدنې هټیوالو ته ۱۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه): د راپورونو له مخې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د بلخاب ښارګوټي په خوله کې تېره شپه د اورلګېدنې له امله اووه دوکانونه له ټولو وسایلو سره یوځای سوځېدلي دي. د خبر له مخې یاده اور لګېدنه کې د هټیوالو مالکینو ته شاوخوا …

Read More »

پروان کې امنیتي مسوولینو یو تن د ۲۵ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې امنیتي مسوولینو یو تن د نشه یي توکو قاچاق کوونکی، چې د بغلان څخه یې پلازمېنې کابل ته نشه یې توکي لیږدول، نیولی دی. د خبر پر بنسټ د پروان …

Read More »

روند جمع‌ آوری متکدیان در ولایت غور آغاز شد

کابل گهیځ نیوز ( ۳۰ جوزا ۱۴۰۲): بر اساس خبر گهیځ نیوز روند جمع‌ آوری گدایان در ولایت غور غور آغاز گردید. رئیس هلال احمر غور و رئیس کمیته‌ جمع‌ آوری گدایان این ولایت میگوید، هدف از جمع‌ آوری متکدیان رفع مشکلات داخل شهر و شناسایی افراد فقیر و نیازمند …

Read More »

ملګرو ملتونو بیا ځل افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه): د راپورونو له مخې د ملګرو متلونو سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې پرون په جینوا کې جوړه شوه، ګډونوالو یې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د خبر له مخې د دغې …

Read More »

مېدان وردګو کې د ډبرو سکرو د پروسېس مرکز جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه): د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت د مرکز اړوند کوټه عشرو سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷ سوه جریبه ځمکه کې د ډبرو سکرو د پروسېس مرکز جوړولو چارې پیل شوې. د میدان وردګو والي ویلي، د …

Read More »

د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست د ولایتي ادارو ویاندویانو ته ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۹مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یاد ورکشاپ د اطلاعات او کلتور ریاست تر چتر لاندې د اطلاعاتو آمریت په نوښت د ننګرهار ولایتي ادارو ویاندویانو ته پر لار اچول شوی و. د خبر پر بنسټ دغه ۱۵ ورځني ورکشاپ کې د …

Read More »

د راتلونکې اونۍ په چهارشنبې ورځ به لوی اختر وي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۹مه نېټه): سعودي عربستان رسنیو د دغه هېواد د سپوږمۍ لیدلو د کمېټې په حواله خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې د ذي الحجې میاشت ليدلې او د راتلونکې اونۍ په سې شنبې ورځ به عرفه وي. د دوی په وینا لوی اختر به راتلونکې …

Read More »

افغانستان کې د هوا په تودېدو سره د نس ناستې ناروغۍ ډېرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۹مه نېټه): د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسېف ویلي، چې په دوبي کې د هوا په ګرمېدو سره د نس ناستي پېښې ډېرې شوي دي. د دغې ادارې په خبره که په وخت سره د دغې ناروغۍ …

Read More »

افغان کرکټ بورډ د بنګلدېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه): د کرکټ بورډ د مسوولینو ویلي، افغان کرکټ بورډ د بنګلدېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ، چې سیالۍ به یې د راتلونکې جولای میاشتې له پنځمې تر ۱۱مې نېټې پورې ترسره شي، اعلان کړ. تر دې وړاندې …

Read More »

د کندوز د هندواڼو سږني حاصلات ۱ لک ۴۰ زره ټنو ته رسیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه): د راپورونو له مخې د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د روان کال په لړ کې په‌ دې ولایت کې د هندواڼو حاصلاتو د ۲۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی. د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، سږ کال پر ۵ لکه هکټاره …

Read More »