کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان موضوع د اجندا یوه مهمه برخه وي.
میزرالي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو اروپایي ټولنې د دې غونډې په اړه په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په غیر دولتي موسسو کې له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز کوي.
د اروپایي ټولنې په غونډه کې د افغانستان د وضعیت او په ځانګړي ټوګه پر نجونو د محدودیتوتو لګېدو په اړه غونډه په داسې مهال کوي، چې افغان حکومت د شرایطو تر برابرېدو پورې پر نجونو د تعلیم او تحصیل کول بند کړي دي.
د یونسکو د معلوماتو له مخې د ط.البانو د حکومت له لومړۍ واکمنۍ وروسته په 2001 کال پنځه زره نجونې د لوړو زده کړو په موسسو کې شاملې وې، حال دا چې دغه شمېر تر 2021 کال پورې 103 زره او 854 ته رسېدلې و، خو روان 2023 کال له اووم پورته او لوړو زده کړو کې د نجونو او ښځو ګډون صفر ته رسېدلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/