کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجارېک تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې نیوکه کړې، چې د اسراییلو له لوري د خوراکي توکو او حیاتي مرستو د غزې تړانګې ته د رسېدو مخه نیول کېږي.
نوموړي د اسراییلو له حکومت غوښتي، چې سمدستي دې د بشري مرستو د بندیز لړۍ پای ته ورسوي.
د نوموړي په وینا غزه کې څه باندې ۲ میلیونه فلسطینیان د خوراکي توکو، درملو او برېښنا له سخت کمښت سره مخ دي او دا حالت ورځ تر بلې د انساني ناورین لور ته روان دی.
د راپورونو له مخې، اسراییلو نږدې لس ورځې وړاندې د غزې پر تړانګې د بشري مرستو د ننوتلو بندیز لګولی، چې له امله یې خلک له لوږې، ناروغیو او سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/