معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / عرب مشرانو د غزې بیارغونې په اړه د مصر طرحه تصویب کړه

عرب مشرانو د غزې بیارغونې په اړه د مصر طرحه تصویب کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، د غزې بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عرب مشرانو له لوري تصویب شوه.

د راپور پر بنسټ دا طرحه د عرب مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه.

دغه طرحه چې درې پړاوونه لري لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوي او په کې به د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمه‌ ویجاړو کورونو بیارغونه شامل دي.

دوهم پړاو یې چې دوه کاله دوام کوي، بیا هم په کې د ویجاړیو پاکول، د اوبو او برېښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول شامل دي.

درېیمه مرحله یې،چې دوه‌ نیم کاله دوام کوي، په کې د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړۍ فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه شامل دي.

په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس