کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس عبدالله جان سایق ویلي، د وروستیو اورښتونو او طبیعي پېښو له امله په یو شمېر ولایاتو کې ۳۶ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
سایق د رسنیو لپاره په استول شوي ویډیویي پیغام کې ویلي، د یادې ادارې ژغورونکي ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي، څو له زیانمنو شویو کورنیو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.
د نوموړي په وینا، طبیعي پېښو ۲۴۰ کورونه بشپړ ویجاړ کړي، ۶۱ نور یې زیانمن کړي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده.
سایق زیاته کړه، چې ژغورونکي ټیمونه له ځپل شویو کورنیو سره د خوراکي توکو، خیمو او اړینو لومړنیو مرستو وېش ته دوام ورکوي او هڅې روانې دي چې د پېښې زیانمنو کورنیو ملاتړ وشي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/