معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د وچ خوړ بند د جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د وچ خوړ بند د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په لرې پرتې ولسوالۍ حصارک کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د وچ خوړ بند جوړولو چارې پیل شوې.

دغه بند ۶۸ متره اوږدوالی، ۹ متره پراخوالی او ۱۰ متره لوړوالی لري، چې د ۷۸ زره ۳۳۲ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

د یاد بند د بنسټ ډبره د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی کېښوده.

نوموړي وویل، د دغه بند د جوړولو چارې به د UNDP ادارې په مالي ملاتړ او د ارمان شرق ساختماني شرکت له لوري په یو کال کې بشپړې شي.

د مسوولینو په وینا دغه بند به دوه دروازې ولري، چې د موسمي سېلابونو پرمهال به د رسوباتو تصفیه او د اوبو تنظیم کې مهم رول ولوبوي.

د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال مرستیال والي له ساختماني شرکت څخه وغوښتل، چې د بند جوړولو چارې د ټاکل شوې مودې دننه او د انجینري معیارونو مطابق بشپړې کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس