کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ویلي، چې د غزې د اوربند د هوکړې له مخې د خبرو – اترو دوهم پړاو باید نن پیل شي.
هغه دا څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په یوې ګډې خبري ناسته کې کړې دي.
شیخ محمد بن عبدالرحمن زیاته کړې، چې د راتلونکي پړاو د ایجنډا د ټاکلو لپاره اړونده جهتونو ترمنځ ټلېفوني خبرې شوي، خو لا هم د مذاکره کوونکو پلاوو د ترکیب او د خبرو د دقیقې نېټې په اړه کره مالومات نشته.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد د لومړي وزیر له قوله لیکلي، چې د خبرو – اترو دوم پړاو ته تیاری روان دی، خو وروستي جزییات به د ښکېلو اړخونو تر منځ د توافق له مخې روښانه شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/