کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران حکومت په کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړلي او له هغوی یې ملا ماتوونکې مالیه اخیستې ده.
سرچینو ویلي، د بانکونو له خوا صادرې شوې فورمې چې له مخې یې بانکي حسابونه تړل شوي، ویلي چې دا طرحه په کرمان ولایت کې پلې شوې ده.
د سرچینو په خبره، کډوال د خپلو بانکي حسابونو د بېرته پرانېستلو لپاره بانکونو ته ورغلي، خو هغوی مالیاتي ادارې ته لېږل شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې مالیاتي ادارې د ساده ګارګرو کډوالو پر بانکي حسابونو له ۱۵۰ میلیونو تومانو څخه تر میلیاردونو تومانو مالیه لګولې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دا طرح له خبرتیا پرته او په ناڅاپي توګه پلې شوې او د کډوالو ژوند یې ګډوډ کړی دی.
کرمان کې کډوالو پر ایران غږ کړی چې د ناڅاپي مالیو لګولو پرځای دې له هغوی په قانوني توګه مالیه واخلي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/