معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قوش تېپې کانال ته څېرمه پر ۴ زره جریبه ځمکې دوه نوي ښارګوټي جوړیږي

قوش تېپې کانال ته څېرمه پر ۴ زره جریبه ځمکې دوه نوي ښارګوټي جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شبرغان ښاروالۍ مسؤولینو ويلي، چې نږدې راتلونکې کې به قوش تېپې کانال ته څېرمه پر ۴ زره جریبه ځمکې د دوو ښارګوټو د جوړېدو چارې پيل شي.

د شبرغان ښاروال زیاته کړې، یاد ښارګوټي به ټولې بنسټیزې آسانتیاوې او معیاري امکانات ولري.

د جوزجان اوسېدونکي دغه پروژه د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه بولي او له اړوندو ادارو غواړي، چې د دې او ورته نورو پروژو په پلي کېدو کې چارې چټکې کړي.

د چارو د څارونکو په باور د دغو ښارګوټو جوړول، د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې د پام وړ اغېز لرلی شي، چې پر مټ به یې ځايي خلکو لپاره هم د سوداګریزو او ټولنیزو فرصتونو په رامنځته کولو اغېزمن وي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس